جمهور رئيس محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت پيغام کې له ملي سوداګرو او شتمنو خلکو وغوښتل، چې د امنيتي ځواکونو د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت پيغام کې له ملي سوداګرو او شتمنو خلکو وغوښتل، چې د امنيتي ځواکونو د قربانيانو له کورنيو سره مرستې وکړي.
هغه په يوه ويډيويي پيغام کې وويل، د ملي تدارکاتو کمېسيون سپما شوې دوه زره ميليونه افغانۍ يې د امنيتي ځواکونو د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې په خاطر ځانګړې کړي او هڅه به وکړي، چې په دغو پيسو د يادو كورنيو ستونزې تر يوه حده هوارې کړي.
جمهور رئيس غني يو ځل بيا د حكومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې د سولې خبرو له بهير سره يوځاى شي او دا گواښ يې هم وکړ، چې هغوى به له ناوړه پايلو سره مخ شي، چې د افغان ولس د سولې غږ ته منفي ځواب ورکړي.
د هېواد جمهور رئيس د ترهګرو ډلو د فعاليتونو په اړه وويل، ورانکارې او شيطاني ډلې نه غواړي، چې خلک په ارامه ژوند وکړي او هدف يې د افغانستان محتاج ساتل دي.
خو دى وايي، افغان ملي ځواکونه به اجازه ورنکړي، چې يادې ډلې خپلو شيطاني هدفونو ته ورسېږي.
جمهور رئيس غني زياتوي، چې د اصلاحاتو په برخه کې هڅې روانې دي او په دې برخه کې به خپلو کوښښونه جاري وساتي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

