د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبـډلو ترمنځ نن دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره كېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او پنځلس دقيقې د سکاټلنډ د ايډينبُرګ ښار په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي.
د افغانستان او سکاټلنډ د کرکټ ملي لوبـډلو ترمنځ نن دويمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه ترسره كېږي.
دا لوبه د افغانستان په وخت له غرمې وروسته دوه بجې او پنځلس دقيقې د سکاټلنډ د ايډينبُرګ ښار په نړيوال لوبغالي کې پيلېږي.
د يادو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لومړۍ يو ورځنۍ لوبه د ورښت له كبله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه.
د افغانستان كركټ بورډ وايي، د سکاټلنډ تر سياليو وروسته د كركټ ملي لوبډله ايرلنډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره پنځه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کوي.
د سرچينې په وينا، تر ايرلنډ وروسته ملي لوبډله هالنډ ته ځي او د دغه هېواد له ملي لوبډلې سره به د انټرکانټنينټل کپ سياليو په لړ کې څلور ورځنۍ لوبه ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


