كندوزى: د اختر ورځو كې دې ولسوالان ولسواليو كې پاتې شي
د ننګرهار والي د دغه ولایت ټولو ولسوالانو ته امر کړی، چې د نیکمرغه کوچني اختر په شپو ورځو کې په ولسوالیو کې پاتې شي او د اختر لمونځ د خپلو ولسونو سره یو ځای ادا کړي .
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې چې کلید ته یې راستولې راغلي، سلیم کندوزي د حج او اوقافو ریاست اړوند ملاامامانو ته هم لارښوونه وکړه، چې د ولسوالانو ترڅنګ دې دوی هم د اختر د لمانځه پر مهال د ملي یوالې حکومت د مشرانو او ولایت مقام د مبارکۍ پيغامونه له ولسونو سره شریک کړي .
کندوزي همدا راز امنیتي منسوبینو ته جدي سپارښتنه کړې،چې تر وروستۍ کچې پورې د امنیت د تامین په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي .
ننګرهار والي همدا راز د اختر د مبارکو شپو ورځو له امله پر ټولو افغان مرورو وروڼو غږ وکړ،چې د سولې پروسې سره یو ځای شي او نور د وینو تویولو پر ځای د هېواد په سوکالې او ابادۍ کې ونډه واخلي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ