د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه برید له امله په کوټ ولسوالۍ کې د یوه قومندان په ګډون۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه د کوټ ولسوالۍ په (لاغرجو) سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه هوایي برید له امله د یو قومندان په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبر پاڼه وایي، په دغه برید کې د داعشيانو يوه اندازه وسلې هم له منځه تللې دي.
سرچینه وایي، په برید کې نور هیچاته زیان نه دی اوښتی. د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه برید له امله په کوټ ولسوالۍ کې د یوه قومندان په ګډون۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تیره شپه د کوټ ولسوالۍ په (لاغرجو) سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه هوایي برید له امله د یو قومندان په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبر پاڼه وایي، په دغه برید کې د داعشيانو يوه اندازه وسلې هم له منځه تللې دي.
سرچینه وایي، په برید کې نور هیچاته زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


