امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوندو کې يې له وسله والو طالبانو سره په نښته كې د یوه قومندان په ګډون شپږ وسله وال وژلي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، تېره شپه ګڼ شمېر وسله والو د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په شینکۍ سیمه کې د پولیسو پر یوي پوستي برید کړی و.
نوموړي زیاته کړه، د وسله والو دغه برید د پولیس سرتېرو له کلک مقاومت سره مخ شو، چې په پایله کي یې د وسله والو یو قومندان قاري حسن له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوی دی. امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په اړوندو کې يې له وسله والو طالبانو سره په نښته كې د یوه قومندان په ګډون شپږ وسله وال وژلي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، تېره شپه ګڼ شمېر وسله والو د دې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په شینکۍ سیمه کې د پولیسو پر یوي پوستي برید کړی و.
نوموړي زیاته کړه، د وسله والو دغه برید د پولیس سرتېرو له کلک مقاومت سره مخ شو، چې په پایله کي یې د وسله والو یو قومندان قاري حسن له خپلو پنځو کسانو سره وژل شوی دی.
د هغه په وینا امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو ته په دغه نښته کې زیان نه دی اوښتی.
وسله والوطالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.


