ads

غزني كې د اختر لپاره كلك امنيتي تدابير نيول شوي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، د اختر د ورځو لپاره يې په ښار كې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او سلګونه امنیتي سرتیري یې د ښار په واټونو، کمربندونو او د ولسوالیو په د خولي لارو کې په دنده ګمارلي دي.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، امنیتي ځواکونه به د […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1395
غزني كې د اختر لپاره كلك امنيتي تدابير نيول شوي

د غزني امنیتي چارواکي وایي، د اختر د ورځو لپاره يې په ښار كې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او سلګونه امنیتي سرتیري یې د ښار په واټونو، کمربندونو او د ولسوالیو په د خولي لارو کې په دنده ګمارلي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، امنیتي ځواکونه به د دولت وسله والو مخالفینو ته اجازه ورنه کړي، چې د اختر په ورځو کې پر تروریستي کړنو لاس پورې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه د بې اسناده او تورو ښیښو درلودونکو موټرو پر ګرځولو مطلق بندیز لګول شوی او تر څنګ یې امر كړى چې هیڅوک نه شي کولای له موټر سایکلونو څخه هم دوه نفري ګټه واخلي د غزني امنیتي چارواکي وایي، د اختر د ورځو لپاره يې په ښار كې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او سلګونه امنیتي سرتیري یې د ښار په واټونو، کمربندونو او د ولسوالیو په د خولي لارو کې په دنده ګمارلي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل کلید ته وویل، امنیتي ځواکونه به د دولت وسله والو مخالفینو ته اجازه ورنه کړي، چې د اختر په ورځو کې پر تروریستي کړنو لاس پورې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د امنیت د لا ښه ټینګښت په موخه د بې اسناده او تورو ښیښو درلودونکو موټرو پر ګرځولو مطلق بندیز لګول شوی او تر څنګ یې امر كړى چې هیڅوک نه شي کولای له موټر سایکلونو څخه هم دوه نفري ګټه واخلي:(( د خلکو د امنیت لپاره مو دا پریکړې کړې دي، تاسو پوهیږئ دښمن مو یو ډېر مکاره او غداره دښمن دى او له هرې ممکني لارې هڅه کوي چې د خلکو په منځ کې ویره او وحشت خپور کړي، نو د دوى لپاره مو  كلك امنيتي تدابير نيولي دي.))
امرخیل وایي، وسله وال مخالفین پلان لري چې د اختر په ورځو کې ځینې مساجد په نښه او د خلکو د راټولېدو په ځایونو کې ځانمرګي او بمي بریدونه ترسره کړي، چې د مخنیوي لپاره یې دوی جدي تدابیر نیولي دي.
هغه د امنیت د ټینګښت په برخه کي له خلکو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه:(( دښمن پلان لري، څو د اختر په ورځو کې په ځینو مساجدو، تکیه خانو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې انتحاري او تروریستي بریدونه ترسره کړي، موږ یې د مخنیوي لپاره خپل تدابیر نیولي له ولسونو مو هم دا غوښتنه ده، چې د هر راز مشکوکو اشخاصو او موادو په اړه پولیسو ته خبر ورکړي.))
امرخیل دغه راز وایي، په دې ولایت کې د نظامي شورا له لوري د پلاستيکي تمانچو او پټاقیو پر پلور هم بندیز لګیدلی او ګوت څنډنه یې وکړه، چې که هر هټۍ وال د دغو وسایلو پر پلور لاس پوري کړي نو د دوی له جدي چلند سره به مخ شي: (( دا چي دغه وسایل د خلکو اذهان مغشوشوي او حتى د ماشومانو د ټپیانیدو او ذهنیت د خرابوالي سبب کیږي نو پریکړه شوې، چې د پلاستیکي تمانچو او پټاقیو پلور مطلق بند دی او له تجارانو مو غوښتنه داده چې د دغو موادو له واردولو ډډه وکړي، که یې راوړي هم وي لطفا دې ځان سره وساتي، که یې تخلف وکړ نو د پولیسو له جدي چلند سره به مخ شي.))
د غزني امنیه قومندان ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه به یې د هوسا او ډاډمن ژوند په موخه تر خپل وروستي توانه هلې ځلې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA