ads

سعودي كې درې ځانمرګو بريدونو ۵ تنه وژلي

رپوټونه وايي، د سعودي عربستان مدينې منورې ښار کې د تېر ماښام ځانمرګي بريد له كبله د وژل شوو کسانو شمېر پنځو تنو ته رسېدلى دى.د العربيه ټلويزيوني شبکې د رپوټ له مخې، بريد د نبوي جومات دروازې مخې ته وروسته له هغې شوى، چې روژه تيانو تر ا‌ذان وروسته لمونځ ته چمتووالى نيوه.سعودي چارواکي […]

نویسنده: TKG
15 چنګاښ 1395
سعودي كې درې ځانمرګو بريدونو ۵ تنه وژلي

رپوټونه وايي، د سعودي عربستان مدينې منورې ښار کې د تېر ماښام ځانمرګي بريد له كبله د وژل شوو کسانو شمېر پنځو تنو ته رسېدلى دى.
د العربيه ټلويزيوني شبکې د رپوټ له مخې، بريد د نبوي جومات دروازې مخې ته وروسته له هغې شوى، چې روژه تيانو تر ا‌ذان وروسته لمونځ ته چمتووالى نيوه.
سعودي چارواکي وايي، ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل نبوي جومات ته داخل شي، چې د امنيتي سرتېرو له خوا يې مخه نيول شوې او دروازې ته څېرمه يې ځان ته چاودنه ورکړې.
په دغه چاودنه کې پنځه سعودي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
دغه پېښه په ختيځ ولايت القطيف کې د شيعه ګانو پر يوه جومات له ځانمرګي بريد وروسته شوې ده.

په دغه بريد کې بريد كوونكى ووژل شو، خو د نورو تلفاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.
له دې مخکې جده ښار کې پرون د امريکا کونسلګرۍ ته څېرمه يوه ځانمرګي بريد کې د امنيتي ځواکونو دوه کسان ټپيان شوي وو.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې جده ښار کې ځانمرګی بريد يوه پاکستاني وګړي کړی.
تراوسه معلومه نه ده، چې دغه بريدونه چا کړي، خو ځينې كسان يې د داعش ډلې كار بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA