روسيې له امريکا سره د اړيکو ښه کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته په يو لېږل شوي ليک کې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.
د کريملين ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون ناوخته په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ويلاديمير پوتين د امريکا د خپلواکۍ کليزې په مناسبت بارک اوباما ته په يو لېږل شوي ليک کې د مبارکۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کېدو هيله کړې ده. روسيې له امريکا سره د اړيکو ښه کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما ته په يو لېږل شوي ليک کې دغه غوښتنه مطرح کړې ده.
د کريملين ماڼۍ مطبوعاتي دفتر پرون ناوخته په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ويلاديمير پوتين د امريکا د خپلواکۍ کليزې په مناسبت بارک اوباما ته په يو لېږل شوي ليک کې د مبارکۍ ترڅنګ د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کېدو هيله کړې ده.
پوتين په ليک کې زياته کړې، د متقابل درناوي او متقابلو ګټو په نظر کې نيولو سره کولى شي، چې د نړۍ ټولې شخړې په تفاهم له منځه يوسي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې له لوري د اوکراين کريميا له الحاق او د امريکا له خوا په ختيځه اروپا کې د دفع هوا سيسټم له ځاى په ځاى کېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې تر بل هر وخت زياتې خرابې شوې دي.
هر كال د جولاى په څلورمه نېټه په امريکا کې د خپلواکۍ کليزه لمانځل کېږي.
۲۴۰ کاله وړاندې امريکا له بريتانيا څخه خپلواکي ترلاسه کړه.


