د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وكړه، د ادارو بېلابېلې پروژې يې وارزولې او په پايله کې يې د ۸۳۸ ميليونه افغانيو په ارزښت ۹ قراردادونه تاييد کړل.
د هرات ولايت له قلعه کابلي څخه تر امام شش نور او له پل مناردرې څخه تر توربايان کلي پورې د سړکونو پخول، د صکوکو مطبعې د طباعتي موادو تدارک، ملي اردو ته ورزشي البسه، ملي اردو ته د پاکولو وسايل، د اوبو لګولو ټرنچر دستګا خريداري، ۶۰ عرادې ټراکټورونه، ۹۰ عرادې لنډلايزر ليولونه، د بدخشان ولايت د معارف ليليې ته اعاشوي توکي او د جمهور رئيس د ساتنې او د برجسته رجالو رياست د اړتيا وړ اعاشه، هغه پروژې وې، چې په دغه غونډه کې تصويب شوې. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وكړه، د ادارو بېلابېلې پروژې يې وارزولې او په پايله کې يې د ۸۳۸ ميليونه افغانيو په ارزښت ۹ قراردادونه تاييد کړل.
د هرات ولايت له قلعه کابلي څخه تر امام شش نور او له پل مناردرې څخه تر توربايان کلي پورې د سړکونو پخول، د صکوکو مطبعې د طباعتي موادو تدارک، ملي اردو ته ورزشي البسه، ملي اردو ته د پاکولو وسايل، د اوبو لګولو ټرنچر دستګا خريداري، ۶۰ عرادې ټراکټورونه، ۹۰ عرادې لنډلايزر ليولونه، د بدخشان ولايت د معارف ليليې ته اعاشوي توکي او د جمهور رئيس د ساتنې او د برجسته رجالو رياست د اړتيا وړ اعاشه، هغه پروژې وې، چې په دغه غونډه کې تصويب شوې.
همدارنګه د ملي تدارکاتو کمېسيون د تره خېلو سيمې د برېښنا د تقويتي دستګاه پروژې موده تمديد کړه او د يکاولنګ – کندهار سړک د تخنيکي او مقدماتي مطالعاتو د مشورتي خدمتونو قرارداد لغوه کول د فوايد عامې وزارت په وړانديز تاييد شول.
جمهور رئيس غني د ياد سړك د کار د پرمختګ په اړه د فوايد عامې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې پر دغه پروژه د کار نوې پروسه دې ژر تر ژره پيل کړي.


