امنیتي چارواکي وایې په غزني ښار کي یې هغه دوه غله نیولي، چې له میدان وردګ ولایت څخه یې غلاکړي څاروي په غزني کي پلورل.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، دغو دوو کسانو د میدان وردګ ولایت له بهسود ولسوالۍ څخه د خلکو څاروي غلا کول او په غزني کې به یې پلورل.
نوموړي زیاته کړه، یاد کسان تېره ورځ مازیګر مهال د پولیسو له لوري په داسې حال کې نیول شوي، چې ګڼ شمېر غلا شوي څاروي یې غزني ته د پلور په موخه راوستي وو. امنیتي چارواکي وایې په غزني ښار کي یې هغه دوه غله نیولي، چې له میدان وردګ ولایت څخه یې غلاکړي څاروي په غزني کي پلورل.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن کلید ته وویل، دغو دوو کسانو د میدان وردګ ولایت له بهسود ولسوالۍ څخه د خلکو څاروي غلا کول او په غزني کې به یې پلورل.
نوموړي زیاته کړه، یاد کسان تېره ورځ مازیګر مهال د پولیسو له لوري په داسې حال کې نیول شوي، چې ګڼ شمېر غلا شوي څاروي یې غزني ته د پلور په موخه راوستي وو.
امرخیل په دې اړه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې د بهسود ولسوالۍ اوسیدونکي کولی شي خپل څاروي له دوی څخه تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده، چې پولیسو تېره اوونۍ هم له غزني ښار څخه ۱۰ تنه د غلا او کیسه برۍ په تور نیولي وو.


