د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ۷ سوه زره ډالرو په لګښت یو تفریحي پارک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د سراج العمارت په بڼ کې یو تفریحي پارک چې د ۷ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوی و ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سرچینه وایي، د دغه پارک لپاره د ۵ ملیونه افغانیو په ارزښت د لوبو وسایل هم اخیستل شوي دي.
په خبر پاڼه کې د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان له قوله ویل شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د خصوصي سکټور په مرسته د سراج العمارت بڼ پاتې برخې هم ورغوي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ