ځاځي میدان د خوست ولایت یوازنۍ ولسوالي ده چې خلکو یې د قومي تړونونو پر مټ خپل ځنګلونه ساتلي دي. د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو د هرې سیمې له پاره اربکیان ټاکلي او دا کسان شپه او ورځ په خپل نوبت له ځنګلونو ساتنه کوي. خو د دغه ولایت په ځینو نورو ولسوالیو او سیمو کې بیا د ځنګلونو وهل په یوه دود او سوداګرۍ بدل شوي او جنتي غرونه یې په سپېرو غونډيو د بدلېدو په حال کې دي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ خلک وايي، دوی هر کلي ته د غرونو ځانګړې سيمې سپارلې دي او هر کلي بيا د خپلې اړوندې سيمې د ساتلو له پاره اربکیان ګمارلي دي، څو د سيمې ځنګلونه له هر ډول زیان او تعرض څخه وژغوري. ځاځي میدان د خوست ولایت یوازنۍ ولسوالي ده چې خلکو یې د قومي تړونونو پر مټ خپل ځنګلونه ساتلي دي. د دغې ولسوالۍ قومي مشرانو د هرې سیمې له پاره اربکیان ټاکلي او دا کسان شپه او ورځ په خپل نوبت له ځنګلونو ساتنه کوي. خو د دغه ولایت په ځینو نورو ولسوالیو او سیمو کې بیا د ځنګلونو وهل په یوه دود او سوداګرۍ بدل شوي او جنتي غرونه یې په سپېرو غونډيو د بدلېدو په حال کې دي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ خلک وايي، دوی هر کلي ته د غرونو ځانګړې سيمې سپارلې دي او هر کلي بيا د خپلې اړوندې سيمې د ساتلو له پاره اربکیان ګمارلي دي، څو د سيمې ځنګلونه له هر ډول زیان او تعرض څخه وژغوري.
د ځاځي میدان ولسوالـۍ یوه اوسېدونکي پسرلي کلیـد تــه وويــل، ټـول ولـسونه په یووالي او اتحاد راټول شول او پرېکړه یې وکړه چې هر کلی باید د ځانګړې سيمې ساتنه وکړي. د دغې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عیدخان د کلید خبریال ته په خبرو کې د دغو قومي تړونونو ارزښت بیان کړ او د دغسې تړونونو پر دوام یې ټینګار وکړ: ((که د ځنګلونو وهلو د مخنيوي له پاره قومي تړون نهوای شوی، اوس به زموږ غرونه هم د خوست د نورو سیمو په څېر په سپېرو غونډيو بدل وو.))
یونس بیا د هغو اربکیانو یا ځنګلساتونکو له ډلې څخه دی چې د خلکو له لوري د ځنګلساتنې مسوولیت ورسپارل شوی. نوموړی وايي، د همدې هڅو له برکته چې دوی شپه او ورځ خپل غرونه ساتي، د خوست ولایت د نورو ټولو سیمو په پرتله د ځاځي میدان ځنګلونه شنه او زرغون پاتې شوي دي: (( زه هم د اربکي نوبت لرم، ټوله ورځ د نورو قومي اربکیانو سره د ولسوالۍ په غرونو کې ګرځو، اوس خلک د دې تړون سره بيخي عادي شوي دي، کله چې په ځنګل کې یوه وړه ونه هم پرې کیږي، دوی موږ ته خبر راکوي.))
له بل لوري د دغسې قومي تړونونو پر بنسټ ځنګلوهونکو یا له تړون څخه سرغړوونکو ته نغدي جریمې هم ټاکل شوې دي. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی بختنور باوري دی چې که دغه ډول نغدي جریمې نهوای اوس به ډېرو خلکو ځنګلونه وهل: (( هغوی چې جریمه ورکړې بیا یې د ځنګل خوا ته کاږه هم نه دي کتلي.)) ګلجان بیا د ځاځي میدان ولسوالۍ په بازار کې دوکاندار دی، هغه وايي د خوست د نورو سیمو شنه ځنګلونه وهل کېږي او بیا په ښار کې پلورل کېږي، خو یوازې ځاځي میدان له دغې چارې خوندي ولسوالي ده: ((خوست ښار ته چې لاړ شې، د وچو لرګیو منډوي کې شنې ونې خرڅېږي، شنې او تازه ونې ووهي، هسې لږ چې وچې غوندې شي، خوست ښار ته یې بار کړي او هلته یې پلوري.))
ځاځي میدان د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې د کوزې پښتونخوا له کورمې ایجنسۍ سره اوږده پوله لري، ټول غرونه یې په ځنګلونو پوښلې دي. دغې ولسوالۍ ته د خلکو د یووالي او امنیت له کبله د امن کور لقب هم ورکړل شوی او خلک یې خپله د خپلو سيمو امنیت ساتي. خو د دې پر خلاف بیا د خوست په نورو سيمو کې په وروستیو څو لسیزو کې په پرله پسې ډول د دې طبیعي شتمنیو چور او چپاول روان دی. د دې ولایت ګڼې سيمې چې پخوا د پراخو ځنګلونو په لرلو مشهورې وې، اوس د خلکو ترمنځ وېشل شوې دي او هر سړی یې د خپلې برخې د ځنګل وهلو پوره واک لري.
خوست هغه ولایت دی چې د لویې پکتیا د یوې برخې په توګه پراخو ځنګلونو پوښلی دی. د لویې پکتیا تر څنګ د افغانستان یو شمېر ختيځ ولایتونه هم پراخ ځنګلونه لري، په ټولو دغو سيمو کې د ځنګلونو وهنه یوه ستره ننګونه ده او حتا ډېری دغسې سیمو کې د دې ناوړه سوداګرۍ له پاره مافیايي کړۍ رامنځته شوې دي. هغوی بیا په خلاص لاس دغه ځنګلونه وهي او پاکستان ته یې د چارتراشو او نورو توکو په څېر قاچاق کوي.
که څه هم سیمهییزو حکومتي ادارو وخت ناوخت د ځنګلونو وهلو د مخنيوي له پاره هڅې کړې دي، خو د خلکو په باور تر دې مهاله هم د هېواد په مختلفو سيمو کې د ځنګلونو وهل دوام لري، د ډېرو خلکو کاروبار پرې جوړ دی او په هغه ډول یې مخنیوی نه دی شوی چې لازمه ده.


