د امريكا د جمهوري رياست ټاكنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند كانديد ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا پاروونکې څرګندونې کړې دي.
نوموړي خپلو پلويانو ته د خبرو په مهال ويلي، که دى د امريکا جمهور رئيس شي، نو له ټولو حکومتي ادارو به حجاب كوونكي مامورين وباسي.
هغه د نيو همپشاير ايالت مانچسټر کې د خبرو په مهال په ټينګار سره ويلي، په ټرانسپورټ، امنيتي او اداري رياستونو کې به حجاب كوونكو ښځينه مامورينو څخه وغواړي، چې خپل حجاب لرې کړي او که د امر خلاف ورزي وشي، نو له دندو به ګوښه کېږي او پر ځاى به يې تقاعد شوي پوځيان په دندو وګومارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې امريکا ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنيوي غوښتنه هم کړې وه، چې د ډيموکراټ ګوند کانديدې هيلري کلنټن په ګډون د نړۍ د يو شمېر هېوادونو له سخت مخالفت سره مخ شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ