ads

ننګرهار كې بې پيلوټه بريدونه، ۳۰ طالب او داعش وسله وال مړه

د ننګرهار په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه بریدونو له امله د دریو قومندانانو په ګډون ۳۰ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په (احمد […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1395

د ننګرهار په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه بریدونو له امله د دریو قومندانانو په ګډون ۳۰ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په (احمد خیلو) سیمه کې د بې پیلوټه برید له امله چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوی، د یو قومناندان په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينه همدا راز وايي، په یاده موده کې بهرنیو ځواکونو د اچین ولسوالۍ (پيښې خوړ او مامند درې) سیمو کې هم بې پیلوټه بریدونه کړي، چې پر مهال یې د  دوو قومندانانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي دي. د ننګرهار په خوږیاڼو او اچین ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه بریدونو له امله د دریو قومندانانو په ګډون ۳۰ طالب او داعش وسله وال وژل شوي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په (احمد خیلو) سیمه کې د بې پیلوټه برید له امله چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوی، د یو قومناندان په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينه همدا راز وايي، په یاده موده کې بهرنیو ځواکونو د اچین ولسوالۍ (پيښې خوړ او مامند درې) سیمو کې هم بې پیلوټه بریدونه کړي، چې پر مهال یې د  دوو قومندانانو په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي دي.
خبرپاڼه ټینګار کوي، چې په یادو بریدونو کې ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA