ads

ملي امنيت: په ارګون كې يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولى دى

د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په مهال د عبدالولي په نوم ځانمرګى بريد کوونکى، چې په ابودجانه مشهور دى، نيولى دى.د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، عبدالولي هوډ درلود، چې له […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1395
ملي امنيت: په ارګون كې يو ځانمرګى هدف ته تر رسېدو وړاندې نيولى دى

د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په مهال د عبدالولي په نوم ځانمرګى بريد کوونکى، چې په ابودجانه مشهور دى، نيولى دى.
د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، عبدالولي هوډ درلود، چې له چاودېدونکو توکو ډک يو واسکټ څخه په ګټې اخيستنې په ارګون ښار کې ځانمرګى بريد وكړي.

نيول شوى ځانمرګى بريد كوونكى وايي، چې يوه مياشت يې د پاکستان په کوهاټ سيمه کې د طالبانو په يو مرکز کې تېره کړې او له هغه وروسته يې د شلو ورځو لپاره د وزيرستان د واڼه سيمې په زرميلنه کې پوځي او د ځانمرګو بريدونو زده کړې کړې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې نږدې دوه کاله وړاندې په ارګون ولسوالۍ کې موټر بم ځانمرګي بريد لسګونه ملكي وګړي وژلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA