ads

سعودي كې د امريكا د كونسلګرۍ مخې ته ځانمرګى بريد شوى

رپوټونه وايي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې نن سهار وخته ځانمرګى بريد شوى دى.د پاکستان جيو خصوصي ټلويزيون د سعودي عربستان د رسنيو په استناد په خپور کړي رپوټ کې ويلي، دغه ځانمرګى بريد په جده کې د امريکا كونسلګرۍ مخې ته شوى، چې له كبله يې د دغې كونسلګرۍ دوه کار […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1395
سعودي كې د امريكا د كونسلګرۍ مخې ته ځانمرګى بريد شوى

رپوټونه وايي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې نن سهار وخته ځانمرګى بريد شوى دى.
د پاکستان جيو خصوصي ټلويزيون د سعودي عربستان د رسنيو په استناد په خپور کړي رپوټ کې ويلي، دغه ځانمرګى بريد په جده کې د امريکا كونسلګرۍ مخې ته شوى، چې له كبله يې د دغې كونسلګرۍ دوه کار کوونکي ټپيان شوي دي.
تراوسه د ځانمرګي بريد پړه کومې ډلې نه ده منلې او نه هم په دې اړه نور جزيات خپاره شوي دي.
په ۲۰۰۴ ميلادي كال كې هم پر يادې كونسلګرۍ د القاعده له خوا وسله وال بريد شوى و، چې له كبله يې ۵ تنه وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA