ads

د كندهار په معروف ولسوالۍ كې د كولرا وبا ګډه شوې

د کندهار په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د کولرا یا وبا ناروغي خپره شوې چې تر دې دمه يې يو كوچنى ماشوم وژلى دى.د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر احمدالله فیضي وايي، معروف ولسوالۍ ته يې د حالت د کنټرول لپاره د کولرا ضد درمل او ډاکټران استولي او دا مهال د دوی استول […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1395
د كندهار په معروف ولسوالۍ كې د كولرا وبا ګډه شوې

د کندهار په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د کولرا یا وبا ناروغي خپره شوې چې تر دې دمه يې يو كوچنى ماشوم وژلى دى.
د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر احمدالله فیضي وايي، معروف ولسوالۍ ته يې د حالت د کنټرول لپاره د کولرا ضد درمل او ډاکټران استولي او دا مهال د دوی استول شوی ټيم په معروف ولسوالۍ كې په کولرا د اخته کسانو د شمېر او د ناروغۍ د خپرېدو د لاملونو په اړه څېړنه کوي.
ځينو سرچينو ویلي، تر دې دمه یو کوچنی د همدې ناروغۍ له امله مړ شوی او شپاړس نور په سیمه يیز روغتون کې بستر شوي دي.
یو کال وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د یادې ناروغۍ له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او نژدې ۳۰۰ نور روغتونونو ته له انتقال وروسته روغ شول. د کندهار په سرحدي ولسوالۍ معروف کې د کولرا یا وبا ناروغي خپره شوې چې تر دې دمه يې يو كوچنى ماشوم وژلى دى.
د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر احمدالله فیضي وايي، معروف ولسوالۍ ته يې د حالت د کنټرول لپاره د کولرا ضد درمل او ډاکټران استولي او دا مهال د دوی استول شوی ټيم په معروف ولسوالۍ كې په کولرا د اخته کسانو د شمېر او د ناروغۍ د خپرېدو د لاملونو په اړه څېړنه کوي.
ځينو سرچينو ویلي، تر دې دمه یو کوچنی د همدې ناروغۍ له امله مړ شوی او شپاړس نور په سیمه يیز روغتون کې بستر شوي دي.
یو کال وړاندې د کندهار په معروف ولسوالۍ کي د یادې ناروغۍ له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او نژدې ۳۰۰ نور روغتونونو ته له انتقال وروسته روغ شول.
روغتيا پالان د دغي ناروغۍ لامل ناپاكې اوبه څښل په ګوته كوي، خو وايي، چې د ګرمۍ په زیاتېدو سره هم دا ډول ناروغۍ زیاتېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA