د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، له تېرې ورځې راهيسې د نجراب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو خپلمنځي نښتې پیل شوي چې تر دې دمه په كې دوه تنه وژل شوي دي
د کاپیسا امنیه قوماندان جنرال احمد فهیم وايي، د کاپیسا په نا امنو سیمو کې د حکومت وسله وال مخالفینو یو کمیسيون جوړ کړی چې مشران یې پاکستاني وسله وال دي او دوی په یو شمېر سیمو کې له خلکو څخه په زوره عشر اخلي. د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، له تېرې ورځې راهيسې د نجراب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د وسله والو مخالفینو خپلمنځي نښتې پیل شوي چې تر دې دمه په كې دوه تنه وژل شوي دي
د کاپیسا امنیه قوماندان جنرال احمد فهیم وايي، د کاپیسا په نا امنو سیمو کې د حکومت وسله وال مخالفینو یو کمیسيون جوړ کړی چې مشران یې پاکستاني وسله وال دي او دوی په یو شمېر سیمو کې له خلکو څخه په زوره عشر اخلي.
د ده په خبره، د اوس د وسله والو تر منځ د يو اوپراتیفي پلان له مخې د وسله والو په لیکو کې اختلافات رامنځته شوي او له تېرې ورځې راهیسې د نجراب په غاین سیمه کې د دوی تر منځ وسله واله نښته پيل شوې ده: (( تېره ورځ دا جګړه لس بجې پيل شوه، تر اوسه په كې د دوه وسله والو د وژل كېدو راپورونه وركړل شوي دي، يو حيات خان د خدايداد زوى او بل د ملا اينځر زوى وژل شوي دي.))
د امنیه قوماندان په وینا اوسمهال د کاپیسا په نا امنو سیمو کې د وسله والو تر منځ داخلي اختلافات ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي او په نا امنو سیمو کې د تېرو کلونو په پرتله امنیتي ستونزې هم یو څه حل شوي دي.


