د عراق پايتخت بغداد کې پرونيو دوه غبرګو موټر بم چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۱۶۷ کسانو ته لوړ شوى او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
عراقي حکومت د يادې پېښې له كبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړى او په ډېرى سيمو کې خلکو د وژل شوو کسانو په ياد شمعې بلې کړې دي.
عراقي چارواکو ويلي، لومړۍ چاودنه پرون د روژه ماتي په مهال د بغداد په کراده سيمه کې شوې، چې يو سوداګريز مرکز بلل کېږي.
دغه راز تر دې چاودنې وروسته په شعلال مارکېټ کې هم موټر بم چاودنه وشوه. د عراق پايتخت بغداد کې پرونيو دوه غبرګو موټر بم چاودنو کې د وژل شوو شمېر ۱۶۷ کسانو ته لوړ شوى او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
عراقي حکومت د يادې پېښې له كبله درې ورځې ملي ماتم اعلان کړى او په ډېرى سيمو کې خلکو د وژل شوو کسانو په ياد شمعې بلې کړې دي.
عراقي چارواکو ويلي، لومړۍ چاودنه پرون د روژه ماتي په مهال د بغداد په کراده سيمه کې شوې، چې يو سوداګريز مرکز بلل کېږي.
دغه راز تر دې چاودنې وروسته په شعلال مارکېټ کې هم موټر بم چاودنه وشوه.
د بريدونو مسووليت داعش وسله والې ډلې منلى، چې په ښکاره توګه شعيه ګان په کې په نښه شوي دي.


