ads

خيبر پښتونخوا كې سيلابونو د تلفاتو كچه له ۴۰ واړوله

رپوټونه وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه له څلوېښتو تنو اوښتې ده.د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د چترال دره ده، چې په کې لږ تر لږه څلوېښت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.دغه راز د هوا پېژندنې ادارو په […]

نویسنده: TKG
14 چنګاښ 1395
خيبر پښتونخوا كې سيلابونو د تلفاتو كچه له ۴۰ واړوله

رپوټونه وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه له څلوېښتو تنو اوښتې ده.
د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د چترال دره ده، چې په کې لږ تر لږه څلوېښت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دغه راز د هوا پېژندنې ادارو په سوات، شانګله، چارسدې او کشمير کې د نورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبردارى ورکړى دى.
پاکستاني چارواكو ويلي، چې د سېلابونو راوتلو او د سيندونو د اوبو سطحې لوړېدو له كبله ښايي په چارسده کې لسګونه هکټاره ځمکه تر اوبو لاندې شي.
بل خوا موسمي بارانونو د پاکستان د پنجاب ايالت يو شمېر سيمې هم ځپلې دي. رپوټونه وايي، په خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو له كبله د تلفاتو کچه له څلوېښتو تنو اوښتې ده.
د خيبر پښتونخوا ځايي چارواکو رسنيو ته ويلي، تر ټولو ډېره ځپل شوې سيمه د چترال دره ده، چې په کې لږ تر لږه څلوېښت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
دغه راز د هوا پېژندنې ادارو په سوات، شانګله، چارسدې او کشمير کې د نورو ورښتونو او سېلابونو راوتلو خبردارى ورکړى دى.
پاکستاني چارواكو ويلي، چې د سېلابونو راوتلو او د سيندونو د اوبو سطحې لوړېدو له كبله ښايي په چارسده کې لسګونه هکټاره ځمکه تر اوبو لاندې شي.
بل خوا موسمي بارانونو د پاکستان د پنجاب ايالت يو شمېر سيمې هم ځپلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA