د كندهار په ارغستان ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواكي وايي، نښته تېر ماښام د کندهار ولايت د ارغستان ولسوالۍ د بلاژړۍ په سيمه کي هغه وخت رامنځته شوه چې افغان ملي اردو د تر لاسه شوي راپور له مخې وسله والو طالبانو ته کمين نيولی و.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، په دې نښته کي څلور وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي دي او وسلې او دوه عرادي موټرسايکلونه يې هم د افغان پوځ لاس ته ورغلي دي.

نوموړی وايي په دې پيښه کې د افغان پوځ سرتېرو ته زيان نه دی رسيدلی.
بلخوا وسله والو طالبانو د دولت د دې ادعا په اړه لا څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ