ټاکل شوې د هند لومړى وزير نرېندرا مودي راتلونکې اونۍ د افريقا څلورو هېوادونو ته د سفر لړۍ پيل کړي.
رپوټونه وايي، نرېندرا مودي به د جولاى په اوومه نېټه خپل سفر له افريقايي هېواد موزمبيق څخه پيل كړي.
وروسته به نوموړى جنوبي افريقا، تنزانيا او کينيا ته ولاړ شي. له هغه سره په سفر کې د کابينې يو شمېر وزيران او سوداګر هم ملګرتيا کوي.
دغو افريقايي هېوادونو ته د مودي د سفر هدف د اقتصادي اړيکو پياوړتيا ښودل شوې ده. هند تر دې وړاندې هم يو شمېر افريقايي هېوادونو سره ټينګې اقتصادي اړيکې جوړې کړې دي. ټاکل شوې د هند لومړى وزير نرېندرا مودي راتلونکې اونۍ د افريقا څلورو هېوادونو ته د سفر لړۍ پيل کړي.
رپوټونه وايي، نرېندرا مودي به د جولاى په اوومه نېټه خپل سفر له افريقايي هېواد موزمبيق څخه پيل كړي.
وروسته به نوموړى جنوبي افريقا، تنزانيا او کينيا ته ولاړ شي. له هغه سره په سفر کې د کابينې يو شمېر وزيران او سوداګر هم ملګرتيا کوي.
دغو افريقايي هېوادونو ته د مودي د سفر هدف د اقتصادي اړيکو پياوړتيا ښودل شوې ده. هند تر دې وړاندې هم يو شمېر افريقايي هېوادونو سره ټينګې اقتصادي اړيکې جوړې کړې دي.


