ads

كوټ كې د افغان ځواكونو هوايي بريد، د يو قومندان په ګډون ۶ داعشيان مړه

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.د ننګرهار ولايت له مقامه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بريد پرون  د کوټ ولسوالۍ د الياس بابا […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
كوټ كې د افغان ځواكونو هوايي بريد، د يو قومندان په ګډون ۶ داعشيان مړه

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د يو قوماندان په ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار ولايت له مقامه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بريد پرون  د کوټ ولسوالۍ د الياس بابا په سيمه کې شوى دى.
سرچينه زياتوي، د افغان ځواکونو په دې هوايي بريد کې، چې پر يوه سراچه ډول موټر شوى، د يو قوماندان په ګډون ٦ داعش وسله وال وژل شوي دي.
په دې بريد کې د هغوى يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA