ads

كندهار كې د ځوانانو د ملي پالېسۍ د تطبيق كمېټه جوړېږي

په کندهار کې د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د پلي کولو لپاره د ځوانانو کمیټه جوړیږي.په دې موخه پرون د کندهار په ولايت مقام کې د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک، ځينې نورو رئيسانو او ځوانانو ګډون کړی و. د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
كندهار كې د ځوانانو د ملي پالېسۍ د تطبيق كمېټه جوړېږي

په کندهار کې د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د پلي کولو لپاره د ځوانانو کمیټه جوړیږي.
په دې موخه پرون د کندهار په ولايت مقام کې د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک، ځينې نورو رئيسانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ طرزالعمل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا چمتو شوی او د دې وزارت په هڅونه په ولاياتو کې عملي کېږي.
د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پالېسۍ کمېټه به د ولايت په سطحه د ځوانانو د پياوړتيا، هغوی ته د کاري زمينې برابرولو، په امنيتي ارګانونو کي د ځوانانو د جذبولو، تحصيلي بورسونو او دې ته ورته نورو برخو کې فعاليت کوي. په کندهار کې د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ د پلي کولو لپاره د ځوانانو کمیټه جوړیږي.
په دې موخه پرون د کندهار په ولايت مقام کې د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک، ځينې نورو رئيسانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پاليسۍ طرزالعمل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا چمتو شوی او د دې وزارت په هڅونه په ولاياتو کې عملي کېږي.
د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ او پالېسۍ کمېټه به د ولايت په سطحه د ځوانانو د پياوړتيا، هغوی ته د کاري زمينې برابرولو، په امنيتي ارګانونو کي د ځوانانو د جذبولو، تحصيلي بورسونو او دې ته ورته نورو برخو کې فعاليت کوي.
دغه کمېټه به هره مياشت غونډې کوي او د پلان له مخې به د ځوانانو د پياوړتيا په برخه کې کار کوي.
په دغه کمېټه کې به د معارف، کندهار پوهنتون، اطلاعاتو او فرهنګ رياست او له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست استازي ګډون لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA