ads

د ښځو پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالی

کله چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه خبرې کېږي، په ناغوښتلې توګه د ټولو پام نارینه وو ته اوړي، خو د افغانستان په څېر په یوه دودویزه ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی یوازې د نارینهوو په چال چلند کې نشي خلاصه کېدلی، بلکې ډېرې داسې پېښې تر سترګو شوې دي چې ښځې […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
د ښځو پر وړاندې د ښځو تاوتریخوالی

کله چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه خبرې کېږي، په ناغوښتلې توګه د ټولو پام نارینه وو ته اوړي، خو د افغانستان په څېر په یوه دودویزه ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی یوازې د نارینهوو په چال چلند کې نشي خلاصه کېدلی، بلکې ډېرې داسې پېښې تر سترګو شوې دي چې ښځې په کې د ښځو له لوري ځورول کېږي. دا خو پر ځای پرېږده چې په یو شمېر پېښو کې د ښځو پر وړاندې د نارینهوو د تاوتریخوالي علت هم د ښځو په لمسولو کې رېښه لري. یو شمېر خلک په دې باور دي چې په افغانستان کې تر نارینهوو ښځې د ښځو له لاسه ډېرې ځورول شوې دي، خو دغې موضوع ته چندان پام نه دی شوی او یا نه کېږي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، په ډېری مواردو کې هغو نجونو چې تازه ودونه کړي دي، د مېړه په کور کې د مېړه د مور، خور او ورېندارګانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ کېږي. کله چې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه خبرې کېږي، په ناغوښتلې توګه د ټولو پام نارینه وو ته اوړي، خو د افغانستان په څېر په یوه دودویزه ټولنه کې له ښځو سره تاوتریخوالی یوازې د نارینهوو په چال چلند کې نشي خلاصه کېدلی، بلکې ډېرې داسې پېښې تر سترګو شوې دي چې ښځې په کې د ښځو له لوري ځورول کېږي. دا خو پر ځای پرېږده چې په یو شمېر پېښو کې د ښځو پر وړاندې د نارینهوو د تاوتریخوالي علت هم د ښځو په لمسولو کې رېښه لري. یو شمېر خلک په دې باور دي چې په افغانستان کې تر نارینهوو ښځې د ښځو له لاسه ډېرې ځورول شوې دي، خو دغې موضوع ته چندان پام نه دی شوی او یا نه کېږي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، په ډېری مواردو کې هغو نجونو چې تازه ودونه کړي دي، د مېړه په کور کې د مېړه د مور، خور او ورېندارګانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
سکینه له همدغه ډله نجونو څخه ده چې د مېړه په کور کې د خواښې او نندرورګانو د تاوتریخوالي له کبله بېلېدو ته اړ شوې ده. سکینه دا پنځه کاله کېږي چې له خپلې خسرګنۍ څخه لرې اوسېږي. نوموړې وايي چې د واده له ورځې تر بیلتونه یې ارامه ورځ نه ده لیدلې.
سپکې سپورې، بېځایه ګواښونه، د پلار کاله ته یې په ورتګ بندویزونه، وهل، ټکول، هغه نادودې دي چې سکینې کلونه کلونه زغملې دي، نوموړې زیاتوي: (( د واده له اوله مې خواښې راسره ورانه وه، خواښې او نندرورګانو مې راسره د مزدور غوندې برخورد کاوه، دا وکه، هغه وکه، پاڅېږه، کینه، سطل ولې دلته اېښی، مالګه ولې کمه ده، مالګه ولې ډېره ده او…))
سکینه چې اوس له مېړه سره په یوه کرايي کور کې اوسي او نسبتاً ارامه ژوند لري، وايي: (( د خدای له پاره همدوی راته مېړه په دوه پښو کړی و، مېړه مې بیخي زما خبره نه اورېده، د شپې ۱۰بجې به کوټې ته راغی، مور به یې ښه په غوسه کړی و، ده به هم بې له دې چې پوښتنه وکړي، زما په وهلو او ټکولو بنا وکړه.))
سکینه د خســرګـنـۍ پــه تېـره بیا د خواښې او نندرورګانو له نارواوو دومره په تنګ کېږي چې د مېړه له اجازې پرته د پلار کره ځي:(( پلار مې بیرته لاس نیولې راوستم، هغوی د کور کلي له خبرو او پیغورونو وېرېدل، زما خواښې ته یې عذر او زاري وکړه چې د خدای له پاره مه ځان او مه هم موږ شرموئ.))
د سکینې د پلار منځګړتوب هم ستونزه نه حل کوي. د خواښې او نندرورګانو تورونه او د مېړه وهل او ټکول کابو دوه کاله نور هم دوام کوي او په پای کې د سکینې خاوند پوزې ته راځي او له کوره وځي: (( دی لاړ، موږ یې پرېښودو، څو ورځې یې ټلیفون بند وو، اخر مې زنګ ورته وواهه او ورته مې وویل، سړیه، ته خو لاړې غوږونه دې ساړه کړل، موږ دې چاته پرېښودو، ښه ده چې بېل شو، په همدې مو خدای پرده وکړه او اوس بد ژوند نه لرو.))
اکرم هم له خپلې کورنۍ څخه بیل شوی دی او چېرته لرې ترې اوسېږي. نوموړی وايي چې د واده لومړی کال یې ښه وو، مور، پلار، خویندې او وروڼه یې ټول په طرف وو، خو تر هغه وروسته حالات یو ناڅاپه بدل شول:(( نه پوهېږم ستونزه له کومه شوه، خو دومره پوهېږم چې واده شویو خویندو مو زموږ په کورني ژوند کې مداخله کوله، دوی به چې راغلې، مور به مې ښځې ته پلمې جوړولې او زه مجبور وم چې خپله غوسه په ښځې سړه کړم.))
اکرم وايي چې د واده په لومړي کال به یې مور او پلار ښځه د ده له اجازې پرته د پلار کره روانه کړې وه او ویل به یې خسر دې موږ سره ښه سلوک کړی او درسته نه ده چې حق یې اداء نه کړو: (( خو چې حالات خراب شول، بیا به یې ویل چې موږ بوتله، هغوی دې راولي. کله کله به یې په اختر کې هم نه پرېښوده، نورو خپلوانو کره هم زموږ په تګ بندیز ولګېد، دا ټول شر راته مور او خویندو جوړ کړی و.))
اکرم وايي، یو وخت د دوی کورنی وضعیت دومره خراب شو چې د کورنۍ غړو به یې یوازې له مېرمنې سره له کبره ډک چلند نه کاوه، بلکـې لـه ده سـره به هم چا سمه خبره نه کوله: (( څو وړې خویندې مې دي، هغوی یې موږ ته لمسولې وې، دغو خویندو به مې ښځې ته ښکنځلې کولې، بد رد به یې ویل، که ښځې به مې څه وویل، مور به مې رامیدان ته شوه او په نږور به یې وارونه شروع کړل.))
دا یوازې سکینه او اکرم نـه دي چــې لــه کـورني تاوتریخوالي کړېږي. بلکې د کابل اوسېدونکې مرضیه تر دوی له بد برخلیک سره مخ شوې ده. که څه هم موږ له مرضیې سره له نږدې نه دي کتلي، خو د نوموړې یوه همکاره چې نه غواړي نوم یې واخستل شي، وايي چې د مرضیې مېړه څو کاله وړاندې په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو او مرضيه کونډه شوه. د مرضیې دا همکاره زیاتوي، د مرضیې د مېړه تر مرګ څو میاشتې پس یې خواښې شله شوه چې باید له لېوره سره واده وکړي: (( مرضیه راغله، موږ ته یې ژړل چې باید څه وکړم، خسر مې ښه سړی دی، خو خواښې مې کلکه نښتې چې ما خپل لیوني زوی ته واده کړي، هغه ته څوک ښځه نه ورکوي.)) دا فشارونه او زورزیاتی دومره ډېریږي چې بالاخره د مرضیې خواښې څو میاشتې وروسته په خپله نږور تور پورې کوي او وايي ځکه د دې له زوی سره واده نه کوي چې ګواکې له کوم بل چا سره جوړه ده: (( په زوره یې له کوره وایستم، بچیان یې رانه بېل کړل. در په در او خاورې په سر یې کړم، یو څه موده د پلار په کور پاتې شوم، بالاخره اړ شوم او بل واده مې وکړ.))
د هرات اوسېدونکې شیما هم د هغو ښځو له ډلې څخه ده چې د کورنۍ نورو ښځو په اور کې درولې ده. دا مېرمن تر ډېره بیا له خپلو مشرو یورګانو سر ټکوي او وايي چې په نه خبره ورسره لانجه کوي او خاوند یې ورته لمسوي: (( دوی په خپل کار کې دومره ماهرې دي او خبرې جوړوي چې کله له ځانه سره وایم هسې نه چې همدا زه به ملامته وم.)) شیما وايي مېړه یې د خواښې او وریندارګانو منونکی دی: (( لکه کوډې چې ورباندې شوې وي، زما مات سر او تک شین مخ نه ګوري، خو د هغوی د مکر اوښکې ويني.)) د هرات بله اوسېدونکې عزیزه بیا وايي چې په دغه ولایت کې د ښځو د ځان وژنې او ځان سوځونې یو علت کورنی تاوتریخوالی دی. نوموړې وايي چې د دوی په ګاونډ کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي په تېره بیا د خواښې، یورګانو او نندرورګانو د زورزیاتي له کبله ځان سوځولی و: (( زموږ د ګاونډۍ شبنم پنځه لورګانې وې، خو زوی يې نه لرلو، خواښې او نندرورګانو به هره ورځ پېغورونه ورکول، ان تر دې چې په مېړه به يې په نه خبره وهله ډبوله. يو ځل خو يې خواښې دوه ورځې په کوټه کې وږې ايساره کړې وه، زوی او لور د خدای له لوري دي، خو دوی له شبنم په زوره زوی غوښت.))
د حقوقي چارو کارپوهه شکریه شیرزاد وايي، ډېری وخت خواښیانې نږورګانو ته بېځايه بد رد وايي او سپکوي يې. د شیرزاد په عقیده خواښیانې او د کور نورې ښځې چې نږور را واده کړي، بیا ځانونه ورته د جبهې قومندانان ښکاري او فقط قومندې کوي: (( ډېرې خواښیانې پېژنم چې خپلې نږورګانې بېځايه په بدو نومونو يادوي او سپکاوی يې کوي؛ نو ښه به وي چې هر څوک خپل ځای وپېژني او له بېځايه شخړو تېر شي.))
مدني فعال او د حقوقو پوهنځي فارغ نجیب الله نیازی وايي چې نږور او خواښې يا هم په کورنۍ کې هره بله ښځه، بايد خپل ځای او موقعیت وپېژني، که داسې وشي؛ نو هېڅکله به خبره تر شخړو، سپکو سپورو او وهلو ډبولو پورې ونه رسېږي: ((که نږور خواښې ته د مور او خواښې نږور ته د لور په سترګه وګوري، ستونزه نه پېښېږي، خو دوی داسې نه کوي، بلکې یو بل ته د دوښمن په سترګه ګوري. مور او خویندې فکر کوي چې واده شوې ښځې زوی او ورور ترې بېل کړی او ښځه وايي چې سړی نور زما دی، مور او خویندې باید پرېږدي.)) نیازی زیاتوي، داسې ډېرې پېښې یې لیدلې چې ښيي ښځې له ښځو سره تاوتریخوالی کوي: (( نارینه دومره زیاتی نه کوي لکه څومره چې ښځې یې په ښځو کوي. خواښې له نږور څخه ښه او خوندور دېګ پخول غواړي چې هم ښه رنګ ولري او هم ښه خوند او باید پیاز، غوړي او بانجان هم لږ مصرف کړي، ایا دا دواړه کېدلی شي؟))
په کورني ماحول کې د ښځو پر وړاندې د ښځو د تاوتریخوالي یو علت د واده شوې نجلۍ د کورنۍ له لوري د ډېر ولور اخستل هم ښودل کېږي. مدني فعال وحيدالله اوریاخیل همدا خبره کوي. نوموړی وايي که د نجونو په سر ولورونه وانه خستل شي، ستونزې نه رامنځته کېږي: (( د ښځې مېړه له واده څو میاشتې وروسته، د پورونو د خلاصولو له پاره منډې ترړې وهي او ناوې په کور کې د خواښې او نورو پیغورونو ته پرېږدي، حال دا چې واده شوې نجلۍ په دې کې هېڅ نقش نه لري.))
خبريال او مدني فعال رفيعالله ارمان بيا د دې ټولو پېښو لوی علت ناپوهي بولي، هغه وايي که چېرې زموږ نجونې زدهکړو ته پرېښودل شي، د دغسې ډېرو پېښو مخنیوی کېدلی شي: (( موږ په لوی لاس نجونې له زدهکړو بېبرخې کړې دي، ډېری خواښیانې او نندرورګانې چې له ناوې سره بد چلند کوي، بې سواده دي، په باسواده کورنیو کې لږ دغسې پېښیږي.))
ديني عالم مولوي عبدالحليمحنيف بیا وايي که موږ اسلام بشپړ مطالعه او پلی کړو؛ نو د ژوندانه اصول به مو زدهکړي وي: ((د کورني تاوتريخوالي تر ټولو لوی علت له اسلامه ناخبري ده، نو که چېرې زموږ خلک زدهکړې ولري او په شريعت پوه شي په يو بل به ظلم او ناروا ونه کړي.))
دې مواردو ته په كتو نه يوازې چې ډېرى وخت ښځې د نارينه وو له لوري له تاوتريخوالي سره مخ كېږي، بلکې خپله ښځې هم په دغسې ډېرو پېښو كې ښكېلې دي او په نورو ښځو د ظلم او تاوتريخوالي سبب ګرځېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA