ads

د كندهار د ولايتي شورا يو وكيل پر ۲۵۰ كورنيو د اختر مېوه وويشله

د کندهار د ولایتي شورا وکیل سید احمد سیلاب د اختریزې تحفې په نوم له شاوخوا ۲۵۰  اړو کورنیو سره د اختر د میوې مرسته وکړه.د اختر دا مېوه نن يكشنبه هغو كورنيو ته ورسول شوه چې د سيلاب په وينا د اختر د وچې مېوې د رانيولو پيسې او توان يې نه درلود.سیلاب وايي، […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
د كندهار د ولايتي شورا يو وكيل پر ۲۵۰ كورنيو د  اختر مېوه وويشله

د کندهار د ولایتي شورا وکیل سید احمد سیلاب د اختریزې تحفې په نوم له شاوخوا ۲۵۰  اړو کورنیو سره د اختر د میوې مرسته وکړه.
د اختر دا مېوه نن يكشنبه هغو كورنيو ته ورسول شوه چې د سيلاب په وينا د اختر د وچې مېوې د رانيولو پيسې او توان يې نه درلود.
سیلاب وايي، د اختر د تحفې په نوم يې ګڼې وچې مېوې او لازم توكي اماده كړي وو او نن يې شاوخوا ۲۵۰ كورنيو ته دا تحفې ورسولې: ((دغه مرسته مې د فامیل د یو شمیر غړو او ځینو نورو سوداګو په مالي ملاتړ اماده کړې وه.))
بلخوا تېر ماښام په لندن كې د میشت یو افغان په مالي مرسته په کندهار کي د ۸۰۰ بیوزلو لپاره روژه مات اماده شوى و.

دغه روژه ماتى هم د ولایتي شورا د وکیل سیداحمد سیلاب په توسط ۸۰۰ بې وزلو ته وركړل شو.
سیلاب تر روژه ماتي وروسته خبریالانو ته وویل، د دغه روژماتي په برابرولو كې ورسره د عابد په  نوم يو لندن مېشتي افغان مرسته كړې وه.
دا په داسې حال كې ده چې د کندهار د ولایتي شورا وکیل سیداحمد سیلاب تر دې مخکې هم له شاوخوا ۱۲۰ کسانو سره د لس قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې وه.
سیداحمد سیلاب له ټولو ملي سوداګرو او شتمنو کسانو غوښتنه وکړه چې په کندهار ښار کې پر بې وزلو کورنیو خپلې مرستې وویشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA