ads

د كليفورنيا په ځنګلونو كې اورلګېدنې درانه مالي زيانونه اړولي دي

د امريکا د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د لګېدلي اور له كبله درې کسان ټپيان شوي، لسګونه کورونه سوځېدلي او سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړاې شوې دي.رپوټونه وايي، د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د تېرې سې شنبې له ورځې بل شوي اور دوه زره هکټاره ځمکه زيانمنه کړې ده او د مالي زيانونو […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
د كليفورنيا په ځنګلونو كې اورلګېدنې درانه مالي زيانونه اړولي دي

د امريکا د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د لګېدلي اور له كبله درې کسان ټپيان شوي، لسګونه کورونه سوځېدلي او سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړاې شوې دي.
رپوټونه وايي، د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د تېرې سې شنبې له ورځې بل شوي اور دوه زره هکټاره ځمکه زيانمنه کړې ده او د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني تلفات هم اړولي دي.
ويل شوي، اوس هم شاوخوا دوه نيم زره کورونه د اور له خطر سره مخ دي، چې د ممکنه خطر له كبله يې خلک د ځنګل له شاوخوا سيمو ايستل شوي دي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې څلور نيم زره تنه عمله يې ګومارلې، ترڅو ياد اور په کابو کې راولي. د امريکا د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د لګېدلي اور له كبله درې کسان ټپيان شوي، لسګونه کورونه سوځېدلي او سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته انتقال کړاې شوې دي.
رپوټونه وايي، د کلفورنيا ايالت ځنګلونو کې د تېرې سې شنبې له ورځې بل شوي اور دوه زره هکټاره ځمکه زيانمنه کړې ده او د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني تلفات هم اړولي دي.
ويل شوي، اوس هم شاوخوا دوه نيم زره کورونه د اور له خطر سره مخ دي، چې د ممکنه خطر له كبله يې خلک د ځنګل له شاوخوا سيمو ايستل شوي دي.
امريکايي چارواکو ويلي، چې څلور نيم زره تنه عمله يې ګومارلې، ترڅو ياد اور په کابو کې راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د امريکا د کلفورنيا ايالت په ګډون يو شمېر سيمو کې د ځنګلونو اورلګېدنې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
ويل کېږي د اوړي په موسم کې ډېر کله د امريکا په ځنګلونو کې اورلګېدنه رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA