د خوست امنيه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، له پرون راهيسې د موسى خېلو ولسوالۍ په جګړه کې شاوخوا ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د خوست امنیه قوماندان وایي، سلګونه وسله والو طالبانو پرون سهار د موسى خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او ځایي امنیتي پوستو ډله ييز بریدونه پیل کړل چې ګڼ بهرني جنګيالي هم په كې شامل وو.
د قومندان په خبره، د طالبانو د بريدونو په مقابل كې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې وسله والو ته درنه مرګه ژوبله اوښتې ده او لسګونه نور يې ټپیان شوي دي د خوست امنيه قومندان جنرال فیض الله غیرت وایي، له پرون راهيسې د موسى خېلو ولسوالۍ په جګړه کې شاوخوا ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د خوست امنیه قوماندان وایي، سلګونه وسله والو طالبانو پرون سهار د موسى خېلو ولسوالۍ پر ودانۍ او ځایي امنیتي پوستو ډله ييز بریدونه پیل کړل چې ګڼ بهرني جنګيالي هم په كې شامل وو.
د قومندان په خبره، د طالبانو د بريدونو په مقابل كې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې وسله والو ته درنه مرګه ژوبله اوښتې ده او لسګونه نور يې ټپیان شوي دي: (( دښمن په درنه اندازه تلفات اوښتي، د دوى مړي تر پرون ماښامه پورې د جګړې په ډګر كې پراته وو، سره صليب چې كومې جنازې اخستي تر ۶۰ زياتې دي، تر اويا نفرو ټپيان لري، زموږ دوه نفره يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس شهيد شوى، پنځه نفره نور مو ټپيان دي. وضعيت اوس ښه دى، غاښ ماتوونكى ځواب يې وليد، ماتې يې وخوړه.))
قومندان زياته كړه، د موسى خېلو په جګړه كې طالبانو په دوه منده او سور كلي سيمه كې څو ځايه د كمينونو نيولو تر څنګ ماينونه هم فرش كړي وو، خو په جګړه كې بيا هم مات شول: (( لارې يې قطع كړې وې، پلچكونه يې الوځولي وو، تيږې يې له كمرونو راښويه كړې وې، دوى فكر كړى و چې په ډېره اسانۍ به موسى خېلو ولسوالي سقوط كړي، خو ناكام شول، پرون په ډېر كم وخت كې ملي امنيتي ځواكونه ساحې ته رسېدلي، اوس موږ ورپسې تصفيوي عمليات كوو، ساحه كاملا زموږ تر تصرف لاندې ده.))
بل لور ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ویلي، چې طالبانو د موسی خېلو ولسوالۍ محاصره کړې او افغان ځواکونو ته يې ګڼ تلفات اړولي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي، له خوست څخه په ور روان امنیتي کتار یې هم ماین چاودنې او بریدونه کړي چې دوه ټانګونه له منځه تللي او شا وخوا لس عسکر په کې وژل شوي.
دی د خپلو دوو وسله والو د ټپي کیدو خبره کوي.
د یادونې وړ ده چې موسی خېل د خوست شمال لوري ته له پكتيا سره پر پوله پرته ولسوالي ده، چې د وسله والو فعالیتونه په کې ډېر تر سترګو کیږي.


