د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کې د سېلابونو له كبله ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، دغه سېلابونه تېره شپه د چترال ارسون سيمه کې راوتلي، چې د سخت مالي زيان ترڅنګ يې ۳۰ تنه وژلي دي.
په وژل شوو کسانو کې لمونځ کوونکي، ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سېلابونو له كبله ګڼ شمېر کورونه، جوماتونه او عامه تاسيسات هم له منځه تللي دي. د خيبر پښتونخوا په چترال سيمه کې د سېلابونو له كبله ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى.
پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له قوله ويلي، دغه سېلابونه تېره شپه د چترال ارسون سيمه کې راوتلي، چې د سخت مالي زيان ترڅنګ يې ۳۰ تنه وژلي دي.
په وژل شوو کسانو کې لمونځ کوونکي، ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سېلابونو له كبله ګڼ شمېر کورونه، جوماتونه او عامه تاسيسات هم له منځه تللي دي.
ژغورونکو ويلي، چې په سړکونو کې د سېلابي اوبو د راوتلو له كبله د ژغورنې او مرستې کارونه له خنډ سره مخ شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارو دوه ورځې وړاندې د چترال، ګلګيت او يو شمېر نورو سيمو خلکو ته د موسمي بارانونو خبردارى ورکړى و.


