ads

امرخېل: د غزني ځينې سوداګر مخالفينو ته مالي مرستې وركوي

ځایي امنیتي چارواکي وایي، په غزني کې یو شمیر پانګه وال او قومي مخور د عشر او ذکات په نامه د دولت له وسله والو مخالفینو سره اقتصادي مرستې کوي، چې دغه چاره په دې ولایت کې وسله والو ته په یوې سترې مالي سرچینې بدله شوې ده.د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله […]

نویسنده: TKG
13 چنګاښ 1395
امرخېل: د غزني ځينې سوداګر مخالفينو ته مالي مرستې وركوي

ځایي امنیتي چارواکي وایي، په غزني کې یو شمیر پانګه وال او قومي مخور د عشر او ذکات په نامه د دولت له وسله والو مخالفینو سره اقتصادي مرستې کوي، چې دغه چاره په دې ولایت کې وسله والو ته په یوې سترې مالي سرچینې بدله شوې ده.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل له کلید سره د یوي ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل، د دولت له وسله والو مخالفینو څخه د هغو کسانو مالي ملاتړ چې په وینا یې دوى پخپله د دولت او ملت په دسترخوان ژوند کوي، د منلو وړ نه دی .

نوموړي زیاته کړه، د طالب او داعش وسله والو په پرتله هغه کسان د دولت او ملت لپاره خطرناک دي چې له وسله والو مخالفینو سره مالي مرستې کوي: ((هغه طالب او داعش چې له موږ سره په سنګر کې جنګیږي، تر دې مرسته او عشر ورکونکو ښه دي، ځکه هغوی معلوم دي خو دغه مرسته کوونکي یې د لستوڼي د مارانو په شان دي.))
امنیه قومندان که څه هم د دغو پانګه والو او متنفذینو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ګوت څنډنه یې وکړه، چې که وسله والو مخالفینو ته له مالي مرستو ډډه ونه کړي نو پر وړاندې به یې جدي اقدامات وکړي: (( هغو کسانو ته چې وسله والو ته باج او عشر ورکوي زموږ دا پیغام دى چې یا دې وسله واخلي او له هغوی سره دې یو ځای شي او یا دې د نر په شان له خپل نظام څخه اطاعت وکړي.))
خو دا چي امنیه قومندانۍ ولې تر اوسه د دغو کسانو په نیولو او قانون ته یې پر سپارلو اقدام نه دی کړی؟
دا هغه پوښتنه ده چې د ځواب په اړه يې امرخېل وايي: (( دغه کسان ټول خلک پیژني، موږ یې پر وړاندې مستند اسناد نه دي تر لاسه کړي هغه څه چې موږ یې لرو دا دي چې د دوی له مرستو خبر یوو.))
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په غزني کې د سوداګرۍ خونې د چارواکو او قومي شوراګانو نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه د نظر له څرګندولو څخه ډډه وکړه.
مګر په غزني کې یو قومي مخور او سوداګر بیا کلید ته د نوم او غږ د نه خپرولو په شرط ومنله، د ده په ګډون ډیری پانګه وال او شتمن کسان وسله والو ته د هغوی له غوښتنې سره سم نغدې پیسې، خوراکي او د پوښاک توکي ورکوي.
د هغه په وینا وسله وال مخالفین دوی ګواښي او په وینا یې د خپل امنیت او ژوند له کبله اړ دي څو د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
غزني میشت مدني فعالان هم د دولت وسله والو مخالفینو ته د شتمنو کسانو له لوري د عشر یا باج پر ورکولو نیوکه کوي او غوښتنه کوي، چې حکومت باید د دغې چارې مخنیوی وکړي.
د یادوني وړ ده، چې مخکې تر دې هم د غزني والي له غزني ښار څخه وسله والو مخالفینو ته د عشر او مرستو د راغونډولو پخلی کړی وو، خو ځایي حکومت تر اوسه وسله والو ته د مرستې ورکوونکو کسانو پر نیولو نه دی بریالی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA