د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر هغې طرحې د كار د پاى ته رسېدو خبر وركوي، چې په عملي كېدو سره به يې په هېواد كې د خبريالانو مصئونيت زيات شي.
د دې وزارت وياند هارون حكيمي نن كليد سره په خبرو كې وويل، دا طرحه د ملي امنيت شورا او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په ګډه جوړه شوې، چې ډېر ژر به نهايي او تصويب شي.
نوموړى زياتوي، د دې طرحې پر بنسټ به په پايتخت كې د خبريالانو په وړاندې امنيتي ګواښونه د ملي امنيت شورا، د ملي امنيت لوى رياست او د كورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له خوا او د ولايتونو په كچه د واليانو او امنيه قوماندانانو له خوا تعقيب شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر هغې طرحې د كار د پاى ته رسېدو خبر وركوي، چې په عملي كېدو سره به يې په هېواد كې د خبريالانو مصئونيت زيات شي.
د دې وزارت وياند هارون حكيمي نن كليد سره په خبرو كې وويل، دا طرحه د ملي امنيت شورا او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په ګډه جوړه شوې، چې ډېر ژر به نهايي او تصويب شي.
نوموړى زياتوي، د دې طرحې پر بنسټ به په پايتخت كې د خبريالانو په وړاندې امنيتي ګواښونه د ملي امنيت شورا، د ملي امنيت لوى رياست او د كورنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له خوا او د ولايتونو په كچه د واليانو او امنيه قوماندانانو له خوا تعقيب شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د بې پولې خبريالانو ټولنې په خپل تازه رپوټ كې په افغانستان كې د خبريالانو د ځاني او كاري مصئونيت په اړه اندېښنه څرګنده كړې او له افغان حكومت نه يې غوښتي، چې د خبريالانو د زيات مصئونيت لپاره اساسي اقدامات تر لاس لاندې ونيسي.


