د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د كابل د وړمې ورځې بريد ټپيانو لپاره يې څه باندې ۱۳ زره سي سي وينه ټوله كړې ده.
د دې روغتون وياند محمد رفيق شېرزي كليد ته وويل، تېر ماښام په هرات ښار كې د وينې ټولولو كمپاين ترسره شو، چې په كې لسګونو كسانو ګډون وكړ.
د هغه په وينا، راټوله شوې وينه به د يادې پېښې ټپيانو لپاره كابل ته انتقال شي.
د ميدان وردګو له تعليمي مرکزه نوي فارغ شوي پوليس کابل ته پر لاره وو، چې وړمه ورځ د پغمان ولسوالۍ د حيدر خان کلا سيمې اړوند د کابل – کندهار په لويه لار کې يې پر کاروان بريد وشو. د هرات د حوزوي روغتون مسوولين وايي، چې د كابل د وړمې ورځې بريد ټپيانو لپاره يې څه باندې ۱۳ زره سي سي وينه ټوله كړې ده.
د دې روغتون وياند محمد رفيق شېرزي كليد ته وويل، تېر ماښام په هرات ښار كې د وينې ټولولو كمپاين ترسره شو، چې په كې لسګونو كسانو ګډون وكړ.
د هغه په وينا، راټوله شوې وينه به د يادې پېښې ټپيانو لپاره كابل ته انتقال شي.
د ميدان وردګو له تعليمي مرکزه نوي فارغ شوي پوليس کابل ته پر لاره وو، چې وړمه ورځ د پغمان ولسوالۍ د حيدر خان کلا سيمې اړوند د کابل – کندهار په لويه لار کې يې پر کاروان بريد وشو.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دغه بريد کې ٣٣ تنه وژل شوي او ٧٩ نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.


