د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د يو لړ عملياتو په مهال د کندهار ښار په اړوندو برخو کې ۹ وسله وال طالبان، چې د کابل – کندهار د لويې لارې په اوږدو كې يې په ترهګريزو کړنو او پر پوځي اکمالاتي کاروانونو بريدونو کې لاس درلود، نيولي دي.
د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې يادو کسانو پر دې سربېره دکندهار په شاولي کوټ، خاکرېز او ميوند ولسواليو کې د قومي مخورو، ديني علماوو او دولتي مامورينو په وژنه او له عامو وګړو په باج اخيستنه لاس پورې کاوه.
نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف كړى. د ملي امنيت لوى رياست موظفينو د يو لړ عملياتو په مهال د کندهار ښار په اړوندو برخو کې ۹ وسله وال طالبان، چې د کابل – کندهار د لويې لارې په اوږدو كې يې په ترهګريزو کړنو او پر پوځي اکمالاتي کاروانونو بريدونو کې لاس درلود، نيولي دي.
د دې رياست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې يادو کسانو پر دې سربېره دکندهار په شاولي کوټ، خاکرېز او ميوند ولسواليو کې د قومي مخورو، ديني علماوو او دولتي مامورينو په وژنه او له عامو وګړو په باج اخيستنه لاس پورې کاوه.
نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف كړى.
له دې ډلې جمعه خان وايي، د دوه كسانو د وژلو لپاره يې پلان درلود: (( زما نوم جمعه خان دى، د اسدالله په نوم سړي ته چې يو شناخته خياط ته راځي، د ده وژلو ته مو پلان جوړ كړى و، حاجي نذير ته مو هم ورته پلان جوړ كړى و چې څه رقم به يې د كور مخې ته، يا به يې په موټر كې په نښه كوو او دا بيا به په ټاكلو لارو ترې تښتو.))
يو بل نيول شوى بيا وايي، يو كال وړاندې د مولوي ابراهيم په نوم د طالبانو يو قومندان وسله والو سره د يو ځاى كېدو لپاره تشويق كړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


