د غزني ولایت د پوهني ریاست چارواكې په ولسي جرګه كې د دې ولایت د ځینو وكيلانو هغه ادعاوي ردوي چې له نویو استخدامېدونکو ښځینه ښوونکو څخه یې د ریاست کار کوونكې غیر اخلاقي غوښتنې کوي.
وړمه ورځ ځینو رسنیو په ولسي جرګه كې د غزني ولایت د دوو استازو له قوله داسې خبرونه خپاره کړل، چې ګواكې د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواكي په اخلاقي فساد ککړ دي، خو د غزني ولایت د پوهنې د ریاست مشر محمد عابد عابد نن د یوې خبري غونډې پر مهال په یاد ریاست كې د هر ډول اخلاقي فساد شتون او د کار کوونکو له لوري له نویو استخدامېدونکو ښځینه ښوونکو څخه د غیر اخلاقي غوښتنو تورونه په كلكه رد کړل. د غزني ولایت د پوهني ریاست چارواكې په ولسي جرګه كې د دې ولایت د ځینو وكيلانو هغه ادعاوي ردوي چې له نویو استخدامېدونکو ښځینه ښوونکو څخه یې د ریاست کار کوونكې غیر اخلاقي غوښتنې کوي.
وړمه ورځ ځینو رسنیو په ولسي جرګه كې د غزني ولایت د دوو استازو له قوله داسې خبرونه خپاره کړل، چې ګواكې د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواكي په اخلاقي فساد ککړ دي، خو د غزني ولایت د پوهنې د ریاست مشر محمد عابد عابد نن د یوې خبري غونډې پر مهال په یاد ریاست كې د هر ډول اخلاقي فساد شتون او د کار کوونکو له لوري له نویو استخدامېدونکو ښځینه ښوونکو څخه د غیر اخلاقي غوښتنو تورونه په كلكه رد کړل.
نوموړي زیاته کړه، د ولسي جرګي وکیلانو ور څخه مکررا غیر قانوني غوښتنې کړي او تل د یاد ریاست په تشکیلاتو كې د مداخلې او لاسوهنې هڅې کوي، خو په وینایې د دوی له لوري د منفي ځواب په ورکولو سره اوس دغه وکیلان له بېلابېلو لارو څخه د دوی د بدنامولو او پر دوى د خپلو غیر قانوني غوښتنو د منلو هڅې کوي.
د غزني د پوهنې رئيس وايي، له ده څخه د غزني د وكيلانو د ناقانونه غوښتنو په اړه کره اسناد هم په لاس كې لري:(( هغوی د اداري او اخلاقي فساد ادعا کړې، اداري فساد په ټولو ارګانونو كې شته په پوهنې ریاست كې یې هم څه نا څه شتون زه منم، خو اخلاقي فساد په هیڅ ډول شتون نه لري، دا وکیلان د غزني د خلکو او ناموس په بدنامولو سره له موږ څخه د باج اخستلو هڅه کوي.))
عابد زیاته کړه، ځینې وکیلان د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کیدو په موخه تل د رسنیو له لارې پر دوی د فشار راوستلو هڅې کوي.
هغه وایې که یاد وکیلان د خپلو ادعاو په اړه اسناد په لاس كې لري نو ولې یې عدلي او قضایې ارګانونو ته نه سپاري؟: ((همدا اوس اسناد زما لاس كې دي، چې د پوهني ریاست د یوه پنځم بست لپاره یوه وکیل خپل یو کس ته له وزارته ۱۱ احکامه اخستي او بل وکیل بیا همدغه بست ته د خپل کس لپاره ۸ احکامه اخستي، د پارلمان د وکیلانو سلګونه ورقې او پرزې چې غیر قانوني غوښتنې په كې شوي له ټلیفوني غږونو سره یې موږ سره ثبت دي.))
هاخوا د پوهني ریاست پر کارکوونکو د ولسي جرګې د ځینو استازو څرګندونو غزني میشت مدني فعالان هم غوسه کړي او وایي چې په ولسي جرګه كې د دې ولایت استازي له هر ډول ممکنه لارې هڅه کوي څو په ولایت كې پر دولتي چارواكو خپلې غیر قانوني غوښتنې ومني.
په غزني كې د پیوند ټولنې غړی محمد رحیم آریا وايي، وکیلان دې د باج اخستلو او شخصي ګټو لپاره د خلکو د نجونو او ښځو د بدنامولو له لارې هڅي نه کوي.
د ده په وینا که وكيلان چیرته په دې اړه اسناد لري نو د رسنیزو تورونو لګولو پر ځای دې هغه عدلي ارګانونو ته وسپاري څو مفسد کسان مجازات شي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه په ولسي جرګه كې د غزني د خلکو د استازو نظر هم واخلو خو هغوی په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.


