چارواکي وايي، نن سهار وختي ګڼ شمېر وسله والو طالبانو د خوست د موسی خېلو پر ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي، چې جګړه اوس هم دوام لري.
د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ رسنیو ته وويل، سيمې ته تازه دمه سرتېري رسيدلي او له طالبانو سره يې جګړه پيل کړې، خو زياته يې کړه، چې د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ور رسېدلي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، په جګړه کې دواړه غاړې له درنو او سپکو وسلو کار اخلي.

دوی زياتوي، چې ولسوالي طالبانو محاصره کړې ده.
په ورته وخت کې دغې جګړې ته د تلونکو امنيتي ځواکونو د کاروان په منځ کې پر يوه ملکي سراچه موټر بمي چاودنه شوې، څلور ملکيان يې ټپيان کړي دي، چې روغتيايي حالت يې ښه ښودل شوی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې د همدې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د یو وسله وال کمین پرمهال دوه پولیس وژل شوي وو او دوه نور ټپیان وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ