ads

د كوټ د پاڅونوالو پر مشر ځانمرګى بريد، ۲ مړه، ۱۰ ملكيان ټپيان

د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريد ۱۲ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړونده سيمه کې د قومي مشر حاجي حيات خان پر موټر […]

نویسنده: TKG
12 چنګاښ 1395
د كوټ د پاڅونوالو پر مشر ځانمرګى بريد، ۲ مړه، ۱۰ ملكيان ټپيان

د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريد ۱۲ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړونده سيمه کې د قومي مشر حاجي حيات خان پر موټر شوى دى.
د خوږياڼي په وينا، حاجي حيات خان او ساتونكي يې له دې بريده روغ وتلي، خو له كبله يې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د دې ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. د ننګرهار ولايت په مركز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريد ۱۲ تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړونده سيمه کې د قومي مشر حاجي حيات خان پر موټر شوى دى.
د خوږياڼي په وينا، حاجي حيات خان او ساتونكي يې له دې بريده روغ وتلي، خو له كبله يې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د دې ځانمرګي بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
حاجي حيات خان شاوخوا دوه كاله كېږي چې په كوټ كې د ځايي پاڅونوالو مشري كوي او د داعش ډلې پر وړاندې وسله واله مبارزه كې بوخت دى.
د ده پر موټر ځانمرګى بريد داسې مهال كېږي چې يوه اوونۍ وړاندې داعش ډلې په كوټ كې د پاڅونوالو او سيمه ييزو پوليسو پر پوستو درانه ډله ييز بريدونه وكړل، خو حكومت يې پر شا  د تمبولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA