دا څو ورځې کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د جمهور رییس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یوه ویډیو د خلکو ترمنځ ډېره لاس په لاس شوې ده. د جمهور رییس لومړی مرستیال چې په دغه ویډیو کې په پوځي یونیفورم کې راڅرګند شوی، د ملي وحدت حکومت په ادرس چې دی یې لومړی معاون دی خورا ډېر انتقادونه حواله کړي دي. ښاغلي دوستم ویلي چې دی له لومړي سره د ملي وحدت حکومت د وېش پلوی نه وو او په دې خوښ وو چې یو لوری ګټونکی اعلان شوی وای او بل اړخ د اپوزیسیون په توګه چارې مخته وړې وای. دا څو ورځې کېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې د جمهور رییس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یوه ویډیو د خلکو ترمنځ ډېره لاس په لاس شوې ده. د جمهور رییس لومړی مرستیال چې په دغه ویډیو کې په پوځي یونیفورم کې راڅرګند شوی، د ملي وحدت حکومت په ادرس چې دی یې لومړی معاون دی خورا ډېر انتقادونه حواله کړي دي. ښاغلي دوستم ویلي چې دی له لومړي سره د ملي وحدت حکومت د وېش پلوی نه وو او په دې خوښ وو چې یو لوری ګټونکی اعلان شوی وای او بل اړخ د اپوزیسیون په توګه چارې مخته وړې وای.د جمهور رییس لومړي مرستیال همداراز په دغه ویډیو کې انتقاد کړی چې د ملي وحدت حکومت ترمنځ لازمه همغږي نشته او په خبره یې پولیس او اردو له همدې کبله سیاسي شوي دي. دوستم د دغې ویډیو په یوه بله برخه کې بیا له خپلې ونډې هم ناخوښه غوندې دی او پوښتي (فیصدي ما کجاست؟) دوستم همداراز له دې هم ناراضه برېښي چې جمهور رییس اشرف غني د سفرونو پرمهال څوک د خپل ځایناستي په توګه نه ټاکي. دوستم وايي هېواد له فرانسې او جرمني نشي اداره کېدلی. دوستم د ویډیو په یوه بله برخه کې ویلي چې د ملي وحدت حکومت مشران تورې پیسې په خپلو کې سره وېشي. دا او دې ته ورته نورې څرګندونې هم د جمهور رییس د لومړي مرستیالپه دغه خپره شوې ویډیو کې اورېدل شوې دي. دا چې ولې نوموړی د ملي یووالي حکومت له مشرانو څخه په دومره لویه کچه ناراضه دی، هغه پوښتنه ده چې ځواب یې باید په خپله لومړی مرستیال ورکړي. خو هغه څه چې په دې منځ کې د ډېر تامل وړ دي، دا دي چې جنرال صاحب دوستم ولې د لومړي مرستیال له موقف او چوکۍ څخه چې د قانون له مخې د حکومت په مشرتابه کې راځي او باید په ټولو تصمیم نیونو کې شریک او له حکومتي تصمیمونو خبر وي، د ملي وحدت حکومت پر مشرانو نیوکه کوي.
که څه هم د جمهور رییس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي چې دوستم په ټولو پرېکړو کې شریک دی او ملي وحدت حکومت له چا تورې پیسې نه اخلي، مګر اړینه ده چې جمهور رییس اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله په خپله د لومړي مرستیال د تورونو او انتقادونو په اړه ملت ته ځواب او وضاحت ورکړي او دا ښکاره کړي چې ایا دوی په حقه دي او که جنرال دوستم رښتیا وايي؟ ځکه د دغه ډول تورونو مطرح کول او بې ځوابه پاتې کېدل ممکن د ملي یووالي حکومت ستنې سستې کړي. ځینې منتقدین بیا وايي، په هماغه اندازه چې د ملي وحدت حکومت مشران(جمهور رییس اشرف غني او ډاکټر عبدالله) د افغانستان د دوو وروستیو کلونو په ناخوالو، ستونزو او کامیابیو کې شریک دي، په هماغه اندازه د دوی دواړو معاونان هم په دغو کشالو او بریاوو کې لاس لري. د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر روح الله په همدې عقیده دی، نوموړی وايي:(( معاونان په تېره بیا جنرال صاحب دوستم د نه هماهنګۍ خبره کوي، په خپله ده د هماهنګۍ له پاره څه کړي، دی د ناامنۍ خبره کوي، ایا ده په خپله د امنیت په خاطره کومه طرحه امنیت شورا ته ورکړې، ده د اردو او پولیسو د سیاسي کېدو خبره کړې، ایا ده یې د مخنیوي له پاره کومه هڅه کړې، زه وایم ښه دا ده چې له دا ډول اتهاماتو تېر شو او یو بل ملامته نه کړو، ځکه دا کارونه نه یوازې حکومت کمزوری کوي، بلکې د افرادو شخصیت ته هم صدمه رسوي، پکار دا ده چې مشکلات وپېژنو او د حل لارو له پاره یې په ګډه لاس په کار شو.))
منتقدین همداراز وايي چې د ملي یووالي حکومت په څېر د نړۍ پر مخ هر حکومت خپلې داخلي ستونزې لري، خو هېڅکله یې مشران خپلې دغه ستونزې او مشکلات رسنیو ته نه راوباسي، ځکه په دې سره عامه اذهان مغشوش کېږي او د حکومت پر وړاندې د خلکو اعتماد له منځه ځي. د دوی په عقیده په داسې شرایطو کې چې افغانستان له پاکستان سره عملاً په تورخم کې سرحدي لانجه پیدا کړې، داعشیان د ننګرهار په ځینو سیمو کې نفوذ لري او طالبانو جګړه له جنوب تر شماله پورې غځولې ده، د حکومت په حواله د لومړي معاون د څرګندونو په څېر اظهارات به مخالفان لا نور هم پیاوړي کړي. نو بناً جګپوړي حکومتي چارواکي، په تېره بیا د حکومت د لومړي کتار افراد باید د خپلو څرګندونو پرمهال ډېر محتاط وي او په داسې یو څه لاس پورې نه کړي چې د ملت د بې اعتمادۍ او د حکومت د کمزوري کېدو سبب شي.


