د بنګله ديش په پايتخت ډهاكه كې وسله والو د يوې سفارتي سيمې پر يو هوټل ډله ييز بريد كې ۵ كسان وژلي او ۳۰ نور ټپيان دي.
سرچينې وايي، وسله والو لا هم ۶۰ كسان يرغمل نيولي چې ځينې بهرنيان هم په كې شامل دي.
پوليس وايي، سيمه يې له ځانګړو ځواكونو سره يو ځاى كلابنده كړې او د يرغمل شويو كسانو د خوشې كولو لپاره يې عمليات پيل كړي دي.
بنګله ديشي رسنيو ويلي، هوټل ته د اتو يا نهو په شمېر وسله وال كسان ننوتي او د پرله پسې چاودنو سره سره يې په هوټل كې ناستو خلكو باندې ډزې پيل كړې دي. د بنګله ديش په پايتخت ډهاكه كې وسله والو د يوې سفارتي سيمې پر يو هوټل ډله ييز بريد كې ۵ كسان وژلي او ۳۰ نور ټپيان دي.
سرچينې وايي، وسله والو لا هم ۶۰ كسان يرغمل نيولي چې ځينې بهرنيان هم په كې شامل دي.
پوليس وايي، سيمه يې له ځانګړو ځواكونو سره يو ځاى كلابنده كړې او د يرغمل شويو كسانو د خوشې كولو لپاره يې عمليات پيل كړي دي.
بنګله ديشي رسنيو ويلي، هوټل ته د اتو يا نهو په شمېر وسله وال كسان ننوتي او د پرله پسې چاودنو سره سره يې په هوټل كې ناستو خلكو باندې ډزې پيل كړې دي.
پوليس وايي، د بريدګرو په ډزو كې وژل شوي دوه پوليس افسران دي، يو عام بنګله دېشى او دوه نور ايټالوي تابعيت لرونكي كسان وو، ويل كېږي په پېښه كې د اكثره ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د دې بريد پړه داعش وسله والې ډلې اخستې ده.


