ads

امنيتي چارواكي: كوټ كې د داعش ضد شاهين ۱۳ عمليات بريالي روان دي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۳ علمیات په بریالیتوب سره روان دي او ګڼ شمېر کلي یې له وسله والو پاک کړي دي.په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شیرین اقا فقیري نن کلید ته وویل، چې په کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو […]

نویسنده: TKG
12 چنګاښ 1395
امنيتي چارواكي: كوټ كې د داعش ضد شاهين ۱۳ عمليات بريالي روان دي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۳ علمیات په بریالیتوب سره روان دي او ګڼ شمېر کلي یې له وسله والو پاک کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شیرین اقا فقیري نن کلید ته وویل، چې په کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو له لوري پیل شوي، د شاهین ۱۳ عملیات په بریالیتوب سره روان دي، چې پرمهال یي ګڼ شمېر کلي له وسله والو پاک کړي دي.
نوموړی وایي، دوی په سیمه کې پاڅون کوونکو او سیمه يیزو پولیسو ته د نويو پوستو په جوړولو پیل کړی، چې له ځای پر ځای کېدو سره به یې امنیت ښه شي. د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار کوټ ولسوالۍ کې د شاهین ۱۳ علمیات په بریالیتوب سره روان دي او ګڼ شمېر کلي یې له وسله والو پاک کړي دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شیرین اقا فقیري نن کلید ته وویل، چې په کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو له لوري پیل شوي، د شاهین ۱۳ عملیات په بریالیتوب سره روان دي، چې پرمهال یي ګڼ شمېر کلي له وسله والو پاک کړي دي.
نوموړی وایي، دوی په سیمه کې پاڅون کوونکو او سیمه يیزو پولیسو ته د نويو پوستو په جوړولو پیل کړی، چې له ځای پر ځای کېدو سره به یې امنیت ښه شي.
چارواکي په داسې حال کې په ګوټ ولسوالۍ کې پاڅون کونکو او سیمه يیزو پولیسو ته د پوستو جوړیدو خبره کوي، چې له تیرې اوونۍ راهيسې دغلته د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ وقفه يي نښتې روانې دي.
داعش وسله والو تر اوسه  د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA