ads

افغان ځواكونه وايي حصارك كې يې ۴۱ طالبان وژلي او ۵۳ نور ټپيان كړي دي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې د تېرو درې ورځو په اوږدو کې ۹۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.چارواکي وایي، نن سهار یې د کومانډو ځواکونو په مرسته په دغه ولسوالۍ کې ځانګړي چاڼیز علمیات هم پیل کړل.په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول […]

نویسنده: TKG
12 چنګاښ 1395
افغان ځواكونه وايي حصارك  كې يې ۴۱ طالبان وژلي او ۵۳ نور ټپيان كړي دي

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې د تېرو درې ورځو په اوږدو کې ۹۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي وایي، نن سهار یې د کومانډو ځواکونو په مرسته په دغه ولسوالۍ کې ځانګړي چاڼیز علمیات هم پیل کړل.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شا تمبولي دي.
نوموړی وایي، اوس مهال په سیمه کې کنټرول د افغان ځواکونو په لاس کې دی او له نن سهار راهيسې یي د ملي اردو کومانډو ځواکونو له لوري هوایي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

جګړن فقیري وایي، په تیرو درې ورځو کې په حصارک ولسوالۍ کې ۴۱ وسله وال وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان شوي  دي.
هغه زیاته کړه، په نښته کې د وسله والو په بریدونو کې ۸ ملکي وګړي هم ټپيان شوي، چې د ملي اردو له لوري کابل ته د درملنې په موخه انتقال شوي دي.
نوموړی وایي، د وسله والو طالبانو ګڼ شمیر وسله هم په سیمه کې پاتې شوي ده.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري هم کلید ته په را استول شوي ټليفوني پیغام کې ویل شوي، چې حصارک کې یې د سیمه ییزو پولیسو ۴ پوستې نیولي او دغه راز یې د یو قومندان په ګډون د ۱۸ سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو او یو شمیر نورو د ټپي کیدو دعوه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA