د ملي دفاع وزارت وايي، د دولت وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت دحصارك ولسوالۍ په پوستو ډله ييز بريدونه وكړل. د ملي دفاع وزارت وايي، د دولت وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت دحصارك ولسوالۍ په پوستو ډله ييز بريدونه وكړل.
دغه وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليكلي چې د دولت د وسلوالو مخالفينو دغه بريدونه د امنيتي ځواكونو له كلك مقاومت سره مخ شول او د سرچينې د معلوماتو له مخې له امنيتي ځواكونو سره هوايي ملاتړ هم و، سرچينه زياتوي چې په هوايي بريدونو كې ۳۳ تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي او ۵۴ تنه نور ټپيان دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


