ads

په جلريز ولسوالۍ كې په قرارګاه د طالبانو ډله ييز بريد په شاتمبول شوى

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت د جلريز په ولسوالۍ كې تېره شپه طالبانو په يوه پوځي قرارګاه ډله ييز بريد وكړ چې له ماتې سره مخ شو. د ميدان وردګو سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت د جلريز په ولسوالۍ كې تېره شپه طالبانو په يوه پوځي قرارګاه ډله […]

نویسنده: TKG
11 چنګاښ 1395
په جلريز ولسوالۍ كې په قرارګاه د طالبانو ډله ييز بريد په شاتمبول شوى

د ميدان وردګو سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت د جلريز په ولسوالۍ كې تېره شپه طالبانو په يوه پوځي قرارګاه ډله ييز بريد وكړ چې له ماتې سره مخ شو. د ميدان وردګو سيمه ييز چارواكي وايي، د دغه ولايت د جلريز په ولسوالۍ كې تېره شپه طالبانو په يوه پوځي قرارګاه ډله ييز بريد وكړ چې له ماتې سره مخ شو.
داسې راپورنه خپاره شوي وو چې جلريز ولسوالۍ ته له غزني او زابل څخه هم طالبان راغلي چې غواړي دغه ولسوالي سقوط كړي، خو د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا مشر اخترمحمدطاهري وايي، طالبانو ډير لوى پلان درلود او تېر كال يې هم په همدې نېټه څوپوستې ونيوې خو سږ كال يې بريد له ماتې سر مخ شو.
طاهري زياتوي چې په دې جګړه كې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې خو دولتي ځواكونه هيڅ مرګ ژوبله نه لري.
خو طالبانو د نوموړې جګړې په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA