ads

د ننګرهار ولايت مقام: تېره اونۍ په کوټ ولسوالۍ کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان شوي دي.د ننګرهار  له ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې ياد داعش وسله وال چې په کې مهم کسان هم شته،د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په […]

نویسنده: TKG
11 چنګاښ 1395
د ننګرهار ولايت مقام: تېره اونۍ په کوټ ولسوالۍ کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار  له ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې ياد داعش وسله وال چې په کې مهم کسان هم شته،د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي. د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې ۲۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۹۴ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار  له ولايت څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي چې ياد داعش وسله وال چې په کې مهم کسان هم شته،د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
په کوټ کې د وروستيو عملياتو پر مهال ۴۵ کلي هم د داعش له شتون څخه پاک شوي دي.
سرچينه زياتوي، په کوټ کې د تېرې اونۍ پر مهال د داعش ډلې له لورې ۲۰ امنيتي منسوبين او ملکي وګړي وژل شوي او شل نور ټپيان دي.
دننګرهار چارواكي زياتوي چې په ياده ولسوالۍ کې به عمليات تر هغې دوام وکړي،ترڅو په بشپړ ډول سيمه د داعشيانو له شتون څخه نه وي پاکه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA