ads

د كابل په پرونيو چاودنو كې ۱۱۱ تنو پوليسو او دوه تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پنجشنبې ورځې د ځانمرګو بريدونو په اړه نوي جزئيات خپاره كړي دي.د كورنيو چارو وزارت ويلي چې د دوى تازه څېړنې ښيي چې د پنجشنبې په ورځ  د پوليسو د موټرو په كاروان دوه پرلپسې ځانمرګي بريدونه شوي چې په پايله كې يې ۳۲ […]

نویسنده: TKG
11 چنګاښ 1395
د كابل په پرونيو چاودنو كې  ۱۱۱ تنو پوليسو او دوه تنو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پنجشنبې ورځې د ځانمرګو بريدونو په اړه نوي جزئيات خپاره كړي دي.
د كورنيو چارو وزارت ويلي چې د دوى تازه څېړنې ښيي چې د پنجشنبې په ورځ  د پوليسو د موټرو په كاروان دوه پرلپسې ځانمرګي بريدونه شوي چې په پايله كې يې ۳۲ تنه ملي پوليس او يو ملكي وګړى وژل شوي او ۷۹ تنه ملي پوليس او يو ملكي وګړى ټپيان دي. د كورنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پنجشنبې ورځې د ځانمرګو بريدونو په اړه نوي جزئيات خپاره كړي دي.
د كورنيو چارو وزارت ويلي چې د دوى تازه څېړنې ښيي چې د پنجشنبې په ورځ  د پوليسو د موټرو په كاروان دوه پرلپسې ځانمرګي بريدونه شوي چې په پايله كې يې ۳۲ تنه ملي پوليس او يو ملكي وګړى وژل شوي او ۷۹ تنه ملي پوليس او يو ملكي وګړى ټپيان دي.
اعلاميه زياتوي چې تېره ورځ د پغمان ولسوالۍ د قلعه حيدرخان په سيمه كې لومړى يوه پلي ځانمرګي خپل چاوديدونكي توكي د پوليسو موټرو ته نژدې چولي او وروسته يو بل تن خپل له چاوديدونكو توكو ډك موټر چولى دى.
په همدې حال كې د كورنيو چارو وزير د دغه پېښې د څېړلو او له قربانيانو سره د مرستې لپاره دوه كمېسيونونه هم ګمارلي دي.
طالبانو ددغه بريدونو مسؤليت منلى و او ګڼ شمېر د اكاډمۍ استادانو او محصلينو ته يې د مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعا كړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA