د ترکیې او روسیې د جمهور رئيسانو تر منځ له ټلیفوني اړیکې وروسته ویلادیمیر پوتین په ترکیې د بندیزونو د لرې کولو اعلان كړى دى.
د عربي ټلویزیون د راپور له مخې د روسیی جمهور رئيس ویلادیمیر پوتین د استانبول تر بریدونو وروسته پرون له خپل ترکي سیال سره په ټلیفون کې دغه خونړی برید وغنده او له قرباني شويو کورنیو سره یی غمرازي شریکه کړه.
دواړو مشرانو په ټلیفون کې دغه راز د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه هم ګټورې خبرې کړي دي. د ترکیې او روسیې د جمهور رئيسانو تر منځ له ټلیفوني اړیکې وروسته ویلادیمیر پوتین په ترکیې د بندیزونو د لرې کولو اعلان كړى دى.
د عربي ټلویزیون د راپور له مخې د روسیی جمهور رئيس ویلادیمیر پوتین د استانبول تر بریدونو وروسته پرون له خپل ترکي سیال سره په ټلیفون کې دغه خونړی برید وغنده او له قرباني شويو کورنیو سره یی غمرازي شریکه کړه.
دواړو مشرانو په ټلیفون کې دغه راز د دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه هم ګټورې خبرې کړي دي.
د تركيې او مسكو تر منځ یو ځل بیا وروسته له هغې اړیکې عادي حالت ته را وګرځېدې، چې ترکیې د روسي جنګي الوتکې تر نسکورولو اته مياشتې وروسته له روسیې بخښنه وغوښته.


