د غزني ولايتي چارواکي وایي، افغان ځواكونو هغه درې تنه بریدګر د یو لړ عملیاتو په پایله کي وژلي، چې په دې ولايت كې د شاوخوا ۸۰ تنو امنیتي منسوبینو، قومي مخورو او ملکي وګړو په ترور او وژنو کې یې لاس درلود.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دغو كسانو د بې غږه تفنګچو په مرسته ۸۰ كسان ترور كړي وو او پرون ناوخته ناوخته د غزني ښار لویدیځ ته له ده یک ولسوالۍ سره پر پوله پرته، خشک سیمه كې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
امرخیل زیاته کړه، په تېرو اتو مياشتو كې چې دى د امنيه قومندان شوى، د تروريستي بريدونو او چاودنو ترسره كوونكې شبكه سخته ځپل شوې ده د غزني ولايتي چارواکي وایي، افغان ځواكونو هغه درې تنه بریدګر د یو لړ عملیاتو په پایله کي وژلي، چې په دې ولايت كې د شاوخوا ۸۰ تنو امنیتي منسوبینو، قومي مخورو او ملکي وګړو په ترور او وژنو کې یې لاس درلود.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دغو كسانو د بې غږه تفنګچو په مرسته ۸۰ كسان ترور كړي وو او پرون ناوخته ناوخته د غزني ښار لویدیځ ته له ده یک ولسوالۍ سره پر پوله پرته، خشک سیمه كې د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
امرخیل زیاته کړه، په تېرو اتو مياشتو كې چې دى د امنيه قومندان شوى، د تروريستي بريدونو او چاودنو ترسره كوونكې شبكه سخته ځپل شوې ده: (( د تروريستي بريدونو د شبكې اكثره غړي يا وژل شوي يا هم ژوندي نيول شوي دي.))
امنیه قومندان وایي، وسله والو طالبانو په غزني کي د مخامخ مقابلې توان له لاسه ورکړی او تر ډیره یې د غلچکي او بمي بریدونو مخه هم نیول شوې ده، خو په وینا یې اوس هغوی د هستوګنې له سیمو څخه پر امنیتي پوستو د درنو وسلو ګوزارونه کوي، چې د هغې مخه به یې هم ډېره ژر ونیسي.


