ads

كورنيو چارو وزارت: د كابل نننۍ پېښه كې ۲۷ پوليس مړه، ۴۰ ټپيان دي

كورنيو چارو وزارت، د كابل په لويديځه برخه د پغمان او كمپنۍ په مربوطاتو كې د ميدان وردګو د پوليسو له اكاډمۍ څخه د رارخصت شويو محصلينو پر څلور پنځو موټرو دوه ځانمرګو بريدونو كې د ۲۷ نظاميانو د وژل كېدو او ۴۰ نورو د ټپي كېدو خبره كوي.په دغه موټرو كې شاوخوا څلو سوه […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1395
كورنيو چارو وزارت: د كابل نننۍ پېښه كې ۲۷ پوليس مړه، ۴۰ ټپيان دي

كورنيو چارو وزارت، د كابل په لويديځه برخه د پغمان او كمپنۍ په مربوطاتو كې د ميدان وردګو د پوليسو له اكاډمۍ څخه د رارخصت شويو محصلينو پر څلور پنځو موټرو دوه ځانمرګو بريدونو كې د ۲۷ نظاميانو د وژل كېدو او ۴۰ نورو د ټپي كېدو خبره كوي.
په دغه موټرو كې شاوخوا څلو سوه نظامي محصلين چې د  ميدان وردګو د توپ غونډۍ له كاډمۍ څخه خپلو كورونو ته د اختر په رخصتۍ روان وو په نښه شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت وياند په خپله ټويټر پاڼه د پېښې مړي اووه ويشت او ټپيان څلويښت ښودلي، خو د پېښې ځاى ته د كليد ورغلى خبريال علي ارش د عيني شاهدانو له قوله د پېښې تلفات د اندېښنې وړ بولي.

د كابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحيمي، د كليد خبريال علي ارش ته ويلي، د تلفاتو كره شمېره يې په لاس كې نه شته او په دې اړه به دقيق معلومات لږ وخت وروسته اعلان كړي.
خو علي ارش د عيني شاهدانوله قوله وايي، تلفات شايد تر يو نيم سلو پورې وي يا له دې هم زيات وي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه كليد ته رالېږلې خبرپاڼه كې ويلي، په دغو نظامي موټرو كې پر محصلينو سربېره د اكاډمۍ استادان، افسران او ګڼ نور محصلين په نښه شوي.
نوموړي ويلي لومړى بريد د شمس الحق هراتي په نوم او دوهم ځانمرګى بريد د هلمند د سنګين اوسېدونكي محب الله ترسره كړى دى.
جمهور رئيس غني دا بريد په كلكه غندلى او دا يې يو وحشيانه عمل ګڼلى دى. جمهور رئيس ويلي، طالبان ناكام شوي او خپل ظلم يې ښكاره كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA