د كندهار نظامي چارواكي وايي، په ميوند ولسوالۍ كې يې د تازه دمو عملياتو په ترڅ كې له ۳۰ زيات طالب وسله وال وژلي دي.
د كندهار امنيتي چارواكي وايي، دا عمليات د هغې پېښې د غچ لپاره لي شوي وو چې څو ورځې مخكې طالبانو په ميوند كې پرتو امنيتي پوستو باندې ډله ييز بريدونه وكړل او له څلويښتو زيات د عامه نظم او ملي اردو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د كندهار د پوليسو وياند ضيا دراني كليد ته وويل، دا انتقامي عمليات د كندهار د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان جنرال داوود شاه وفادار په مشرۍ پرون د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور كې ترسره شوي دي چې پر مهال يې له دېرشو زيات طالبان وژل شوي دي. د كندهار نظامي چارواكي وايي، په ميوند ولسوالۍ كې يې د تازه دمو عملياتو په ترڅ كې له ۳۰ زيات طالب وسله وال وژلي دي.
د كندهار امنيتي چارواكي وايي، دا عمليات د هغې پېښې د غچ لپاره لي شوي وو چې څو ورځې مخكې طالبانو په ميوند كې پرتو امنيتي پوستو باندې ډله ييز بريدونه وكړل او له څلويښتو زيات د عامه نظم او ملي اردو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د كندهار د پوليسو وياند ضيا دراني كليد ته وويل، دا انتقامي عمليات د كندهار د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو د قومندان جنرال داوود شاه وفادار په مشرۍ پرون د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور كې ترسره شوي دي چې پر مهال يې له دېرشو زيات طالبان وژل شوي دي.
ضياء درانی وايي، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی رسېدلی خو وسله وال يې سخت ځپلي دي: (( دا عمليات د غرمې پر مهال چې د خلكو ګڼه ګوڼه كمېږي پيل شوي وو او ترماښامه يې دوام وكړ.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال كې ده چې د روژې له پيله د کندهار پر ځينو ولسواليو د طالبانو حملو او په کندهار ښار کې غلچکي بريدونو زور اخيستی دی.
دا مهال په كندهار كې د اکثره غلچکو بريدونو په ترڅ كې د ملي امنيت کارمندان او ملي پوليس په نښه شوي دي.


