د غزني امنيتي چارواكي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو كې يې د ولايت په مركز او ولسواليو كې د وسله والو طالبانو ۱۷۹ ډله ييز بريدونه نه يوازې پر شا تمبولي، بلكې وسله والو ته يې په كې درانه تلفات هم اړولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چي وسله والو طالبانو غوښتل په دې ولایت کې هم د کندوز، هلمند او بغلان په شان سرخوږی جوړ کړي، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت او همغږۍ په پایله کې یې د وسله والو ټولې موخې شنډې كړې دي. د غزني امنيتي چارواكي وايي، په تېرو ۲۰ ورځو كې يې د ولايت په مركز او ولسواليو كې د وسله والو طالبانو ۱۷۹ ډله ييز بريدونه نه يوازې پر شا تمبولي، بلكې وسله والو ته يې په كې درانه تلفات هم اړولي دي.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل نن د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چي وسله والو طالبانو غوښتل په دې ولایت کې هم د کندوز، هلمند او بغلان په شان سرخوږی جوړ کړي، خو په وینا یې د امنیتي ځواکونو د کلک مقاومت او همغږۍ په پایله کې یې د وسله والو ټولې موخې شنډې كړې دي.
امرخېل زیاته کړه، وسله والو په تېرو ۲۰ ورځو کې د دې ولایت د مرکز تر څنګ په ګڼ شمېر ولسوالیو کې د ولسوالیو پر مرکزونو او امنیتي پوستو ۱۷۹ ډله يیز بریدونه ترسره کړي، چې ټول یې پر شا تمبول شوي دي.
امرخیل وایي، په دغو بریدونو کې ۶۳ وسله وال او ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي: (( همدا راز په نښتو كې ۲۷ وسله وال ټپيان شوي او زموږ ۱۲ سرتېري ټپيان شوي، د وسله والو دغه ډله يیز بریدونه د مرکز په ګډون په قره باغ، اندړو، زنخان، ګیرو، واغذ او ځینو نورو ولسوالیو كې شوي دي.))
امنیه قومندان وایي، په همدي لړ کې امنیتي ځواکونو هغه ۸ تنه بریدګر او له هغوی سره د همکارۍ په تور ۱۴ نور تورن کسان هم نیولي، چې په دې ولایت کي یې د سلګونه امنیتي منسوبینو، قومي مشرانو او ملکي وګړو په ترور او ماین چاودنو کې يې لاس درلود.
هغه دغه زیاته کړه، د همدې ۲۰ ورځو په لړ کې امنیتي سرتېرو شاوخوا ۱۰۰ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی کړي دي.
د غزني امنیه قومندان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه په هېڅ صورت وسله والو ته د تخریبي کړنو او فعالیتونو اجازه ورنه کړي، خو په دې برخه کې له ولسي وګړو څخه د مرستي او همکارۍ غوښتونکی شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ویلي.


