ads

د ښار جوړونې وزير: ۱۴ مياشتو كې مو تر ۱۴ كلونو زيات كار كړى

د ښار جوړونې وزير سيد منصور نادري نن په كابل كې د خپل يو كلن كاري راپور د وړاندې كولو پر مهال ويلي، د ۱۳۹۵ کال یې په امیدو سره پیل کړی دی. د ښار جوړونې وزیر سید منصور نادري وايي، غواړي د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د مسکن جوړولو […]

نویسنده: TKG
10 چنګاښ 1395
د ښار جوړونې وزير: ۱۴ مياشتو كې مو تر ۱۴ كلونو زيات كار كړى

د ښار جوړونې وزير سيد منصور نادري نن په كابل كې د خپل يو كلن كاري راپور د وړاندې كولو پر مهال ويلي، د ۱۳۹۵ کال یې په امیدو سره پیل کړی دی.
د ښار جوړونې وزیر سید منصور نادري وايي، غواړي د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د مسکن جوړولو بهیر پیل کړي، چې لوړ  نړیوال معیارونه به په كې په پام كې نيول كېږي.
وزیر دغه راز د کډوالو، ښوونکو او معلولینو د ښارګوټو د جوړولو لپاره هم د یوې نوې طرحې وړاندې کولو یادونه وکړه.
د ښار جوړونې وزیر زیاته کړه،چې په تېرو څوارلس میاشتو کې یی د هیواد ډېری ولایتونو ته سفرونه تر سره کړي او له بیلابیلو سکټورونو سره یی د ستونزو په اړه ناستې درلودې. د ښار جوړونې وزير سيد منصور نادري نن په كابل كې د خپل يو كلن كاري راپور د وړاندې كولو پر مهال ويلي، د ۱۳۹۵ کال یې په امیدو سره پیل کړی دی.
د ښار جوړونې وزیر سید منصور نادري وايي، غواړي د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د مسکن جوړولو بهیر پیل کړي، چې لوړ  نړیوال معیارونه به په كې په پام كې نيول كېږي.
وزیر دغه راز د کډوالو، ښوونکو او معلولینو د ښارګوټو د جوړولو لپاره هم د یوې نوې طرحې وړاندې کولو یادونه وکړه.
د ښار جوړونې وزیر زیاته کړه،چې په تېرو څوارلس میاشتو کې یی د هیواد ډېری ولایتونو ته سفرونه تر سره کړي او له بیلابیلو سکټورونو سره یی د ستونزو په اړه ناستې درلودې.
نادري زياته كړه، تاسف كوي چې ولایتونو ته په تېرو څوارلس کلونو کې د ښار جوړونې د پخوانيو مسوولینو سفرونه د قناعت وړ نه وو: (( د ښار جوړونې وزارت پخوانۍ رهبري په تېرو څوارلسو كلونو كې شلو ولايتونو ته هم سفرونه نه دي كړي، خو موږ په څوارلسو مياشت كې ۲۶ ولايتونو ته ډېر له لاسته راوړنو ډك او ګټور سفرونه لرل، د ښاري سكټور ټوله رهبري راسره په دې سفرونو كې مله وه او هغه ستونزې په تېرو څوارلسو كلونو كې د ښاري سكټور په برخه كې موجودې پاتې وې، په دغو سفرونو كې مې دغه ټولې ستونزې حل كړې.))
د ښار جوړونې وزیر د خپل کار په وړاندې امنیتي ستونزې، اداري فساد او له هیواده د پانګې فرار سترې ننګونې یادې کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA